سوداگري

د افغانستان بانک د پولي ستونزې د حل لپاره ۱۰ میلیون ډالر پلوري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان بانک غواړي، چې سبا شاوخوا ۱۰ میلیون امریکايي ډالر د یو آزاد او روڼ بهیر له لارې د اسعارو بازار ته وړاندې، لیلام او وپلوري.

د افغانستان بانک په ډاګه کړې؛ په هېواد کې د پولي ستونزې د حل په موخه یې دا ګام پورته کړی دی.

د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو سره سم افغانستان د نغدو پیسو له کمښت او ستونزې سره؛ ځکه مخ شو، چې له دوی مخکې د افغانستان بانک سم مديريت شوی نه و او د مرکزي بانک په خوندي سيفونو کې د بهرنيو اسعارو زېرمې ټولې مصرف شوې وې او اوس له همدې کبله نشي کولی د نغدو پیسو تقاضا ته ځواب ووايي.

د افغانستان اقتصاد د ډالرو پر زيرمو تکيه کوي. د تېر حکومت په دوره کې د افغانستان بانک په هرو درې میاشتو کې لږ تر لږه  ۲۴۹ میليون ډالر د سل ډالري نوټونو پر بڼه ترلاسه کول.

همدا راز د افغانستان بانک نهه میليارډ ډالر، چې په بهرنیو بانکونو کې ساتل کېدل؛ اوس کنګل شوي دي.

د یو شمېر اسنادو له مخې د افغانستان بانک د جون مياشتي له لومړۍ او د اګست میاشتي د ۱۵مې نېټې ترمنځ موده کې کابو یو اعشاریه پېنځه میليارډ ډالر د سيمه ییزو اسعارو لپاره تاجرانو ته د ليلام په موخه وړاندې کړي، چې دا د پام وړ ډېرې پېسې دي؛ خو دا شک هم شته، چې یادې پیسې ټولې پلورل شوې ندي او له افغانستان څخه وتلې دي.

په وروستیو شل کلونو کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې اوس تر بل هر وخت خپل ارزښت ډېر بایللی؛ د کابل د شهزاده سرای د صرافیو په مارکیټ کې د دوشنبې پر ورځ د لړم ۲۴ یوه ډالر پر ۹۲ اعشاریه ۹۵ او یکشنبه پېنځه نوي افغانیو بدلیده.

د افغانستان نوي بانک نوټونه په دوه زره درېیم کال کې چاپ شول، چې هغه وخت یو ډالر پر ۴۳ افغانۍ بدلیده؛ خو د پخواني نظام له نسکورېدو پورې د یوه ډالر ارزښت ۸۷ افغانیو ته رسیده.

په تېرو درې میاشتو کې له بهره هیڅ ډالر افغانستان ته ندي راغلي؛ خو له داخله بهر یې قاچاق روان دی.

د سرای شهزاره د صرافانو ویاند عبدالرحمان ځيرک وايي، چې له یوې خوا په بازار کې د ډالرو کمی دی او له بلې خوا هره ورځ میلیونونه ډالر بهر ته قاچاق کیږي.

د افغانستان اسلامي امارت د افغانۍ ارزښت د ساتلو لپاره تېره میاشت په کورنیو سوداګریزو او مالي معاملو کې د ډالرو پر راکړه ورکړه بندیز ولګاوه.

اقتصادي کار پوه  سید مسعود وايي، چې همدې بندیز بهر ته د ډالرو د قاچاق زمینه برابره کړې ده.

د پيسو نړیوال صندق د راپور له مخې د افغانستان په بانکونو کې د ډالرو زیرمې مخ پر تشیدو دي.

د یادونې ده، چې په بهر کې د افغانستان د شتمنيو کنګل کيدل د پېسو د کمښت ستر دليل دی او که بندیزونه لرې نشي او پیسې خپل چلند او دوران له لاسه ورکړي؛ نو د بانکونو د دروازو د بندېدو اندېښنې به ورسره نورې هم ډېرې شي.

Trending

Exit mobile version