تازه خبرونه
د افغانستان بانک د ۳.۵ میلیارد دالرو شتمنۍ په اړه د امریکایي قاضي له پرېکړې هرکلی وکړ
د امریکا یوه قاضي د سې شنبې پر ورځ پرېکړه کړې، چې د ۲۰۰۱ ز. کال د سپتمبر د ۱۱ نېټې د بریدونو قربانیان د افغانستان بانک له ۳.۵ میلیارد دالرو څخه د تاوان د ترلاسه کولو حق نهلري.
په نیویارک ایالت کې د منهاتن د سیمې د یوې محکمې قاضي جورج دانیلز حکم کړی، چې د سپتمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو ژوندي پاتې شوي کسان د افغانستان بانک له شتمنیو څخه د تاوان د جبران حق نهلري.
جورج دانیلز ویلي، چې د امریکا اساسي قانون هغه ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې رامنځته شوی حکومت د یوه مشروع حکومت په توګه ومني او که د سپتمبر د یوولسمې نېټې قربانیانو ته د افغانستان بانک پیسې ورکړ شي؛ نو دا به پدې معنی وي، چې هغه د افغانستان سرپرست حکومت د یوه مشروع حکومت په توګه منلی دی.
جورج دانیلز وایي: د امریکا محکمې دا واک نهلري، چې د افغانستان بانک پیسې د سپتمبر د یوولسمې نېټې قربانیانو ته وسپاري او که داسې وکړي؛ نو دا به پدې معنا وي، چې د طالبانو(اسلامي امارت) حکومت یې د مشروع حکومت په توګه منلی دی. په داسې حال کې، چې د جوبایدن په مشرۍ حکومت د افغانستان سرپرست حکومت په رسیمت ندی پیژندلی. دا تاوان باید په خپله طالبان ( اسلامي امارت) ورکړي نه د افغانستان خلک.
د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو د ژوندي پاتې شویو کسانو وکیلانو ویلي، چې د دې قاضي پرېکړه به وننګوي.
د افغانستان بانک ویلي، چې امریکا باید د افغانانو غږ واوري او کنګل شوې پانګه آزاده کړي او د افغانستان بانک ته یې وسپاري.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري له دې پرېکړې هرکلی کړی او څرګندوي، چې دا پیسې د افغانستان د خلکو دي او د پولي ثبات، د مالي نظام د پیاوړتیا او له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره کارول کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم د نیویارک ایالت محکمې ته د افغانستان بانک د ۳ اعشاریه ۵ میلیارد دالرو د شتمنیو د خوندیتوب په خاطر خپله دفاعیه استولې ده.
له دې مخکې د امریکا یوې بلې محکمې هم د ۲۰۲۲ ز. کال په اګست میاشت کې پرېکړه کړې وه، چې د امریکا د سپتمبر د ۱۱مې د پېښې قربانیان د افغانستان بانک له شتمنۍ څخه د غرامت تر لاسه کولو حق نهلري.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د افغانستان بانک اووه میلیارد دالر پانګه کنګل کړې او جوبایډن پرېکړه کړې، چې د دې پيسو نیمه برخه د سویس بانک صندوق ته، چې د افغانستان لپاره جوړ شوی واستول شي او پاتې درې نیم میلیارد دالر د سپتمبر د یوولسمې قربانیانو ته د غرامت په توګه ورکړي.
تازه خبرونه
جمعهخان فاتح له خپلو ځواکونو سره حکومت ته تسلیم شو
منابع میافزایند که قرار است افراد وابسته به جمعهخان فاتح خلع سلاح شوند و نیروهای امارت اسلامی کنترول کامل منطقه را در دست بگیرند.
امنیتي سرچینو آریانانیوز ته ویلي: د زابل د والي پخوانی مرستیال جمعهخان فاتح، چې په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د ځواکونو لهخوا تر سختې محاصرې لاندې و؛ له څو ورځنیو فشارونو وروسته له خپلو ځواکونو سره یوځای تسلیم شوی دی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د محاصرې د کړۍ له راتنګېدو وروسته فاتح له تسلیمېدو پرته بله لار نه درلوده. نوموړي په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت موجودو ځواکونو ته وسلې پر ځمکه ایښې دي.
د اسلامي امارت د اردو لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت هم نسي ولسوالۍ ته سفر کړی و، چې د جمعهخان فاتح د ډلې پر وړاندې د وروستي اقدام مشري وکړي.
ټاکل شوې، چې د جمعهخان فاتح ټول ملګري بېوسلې او سیمه په بشپړه ترې پاکه شي.
تازه خبرونه
په تېرو پېنځه کلونو کې نږدې ۱۱۹ زره ښځې خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي
د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.
د سترې محکمې د ویاند مرستیال منصور احمد حمزه ويلي، له تېرو پېنځه کلونو راپدېخوا د افغانستان په محکمو کې د ۱۱۸ زره او ۸۶۹ ښځو خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي.
د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې د ښځو د ملکیتونو د ثبت او تثبیت او د اسنادو د تائید په برخه کې هم ۱۸ زره او ۷۵۰ پېښو ته رسېدنه شوې او ۲۲ زره او ۷۰۳ نورې پېښې د میراث او ملکیت په برخه کې د اسنادو له پروسس او قضايي اقداماتو سره تړاو لري.
د سترې محکمې د ویاند مرستیال زیاته کړې، د ښځو د نفقې او نورو اړوند حقونو په برخه کې هم ۸ زره او ۹۰۴ پېښو ته قضايي رسېدنه شوې ده.
حمزه ټینګار کړی، چې میراث، ملکیت، مهر، نفقه او نور هغه حقونه، چې اسلامي شریعت ښځو ته ټاکلي، د هغوی ثابت حقونه دي؛ محکمې مکلفې دي، چې د ښځو قضیې په دقت او بېطرفۍ او د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو له مخې وڅېړي.
هغه ویلي، د ښځو د حقونو د قضايي رسېدنې بهیر به د عدالت د تأمین او د هغوی د حقونو د ضایع کېدا د مخنیوي لپاره دوام ولري.
تازه خبرونه
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د جولای له دېرشمې څخه د اګست تر اتمې پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر کړی دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.
هغه پاکستان او افغانستان ته د سفر پر مهال هم د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښهوالي او پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت د دغو لیدنو په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي؛ خو دغه سفر داسې مهال ترسره شوی، چې د کابل او اسلامآباد اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بانک ویزهکارت او نوی«حسابپی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ
-
تازه خبرونه4 days agoمولانا فضل الرحمن په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت جوړېدونکو مراسمو ته وبلل شو
-
لوبی4 days agoافغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
-
تازه خبرونه3 days agoتاجکستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې له کبله افغانستان ته اعتراضي یادښت واستاوه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان راتلونکی له هراړخیز پرمختګ او پرلهپسې نړیوال تعامل سره تړلی دی – یوناما
-
تحول4 days agoتحول: د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې همکارۍ
-
تازه خبرونه4 days agoد امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ډلې راپور ردوو – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه5 days agoفارغ شویو محصلانو ته د اسلامي امارت د رهبر پیغام؛ له اسلامي ارزښتونو دفاع وکړئ
