تازه خبرونه
د افغانستان بانک رییس په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل
Last Updated on: غبرګولى ۲۷, ۱۴۰۲
د افغانستان بانک رییس هدایت الله بدري په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره وکتل.
د افغانستان بانک د پنجشنبې پر ورځ (د زمري ۲۵ ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د بانکي اړیکو، سوداګرۍ، راکړې ورکړې او یو لړ بانکي مسایلو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
د افغانستان بانک د مسوولینو د څرګندونو له مخې، په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.
د افغانستان بانک په اعلامیه کې راغلي چې: د افغانستان بانک ژمن دی، چې د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړي توګه له مالي او بانکي بنسټونو سره ښې بانکي اړیکې ولري او د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې دغو اړیکو ته وده ورکړي.