تازه خبرونه

د افغانستان بانک لومړي مرستیال او جف ګریکو پر بانکي او سوداګریزو اړیکو خبرې وکړې

د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې؛ صدیق‌الله خالد ویلي، چې مرکزي بانک د باثباته او پیاوړي بانکي نظام د رامنځته کولو ترڅنګ د خصوصي سکټور ملاتړ او د سوداګرۍ پراختیا ته ژمن دی او له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د همکاریو او رغنده اړیکو د پراخولو لپاره هڅې کوي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۰, ۱۴۰۵

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې له مشر جف ګریکو سره په کتنه کې د افغانستان د سوداګریزو بانکونو د بانکي اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ پیاوړتیا، د پانګونې فرصتونو زیاتوالي او بانکي ثبات خبرې کړې دي.

د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې؛ صدیق‌الله خالد ویلي، چې مرکزي بانک د باثباته او پیاوړي بانکي نظام د رامنځته کولو ترڅنګ د خصوصي سکټور ملاتړ او د سوداګرۍ پراختیا ته ژمن دی او له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د همکاریو او رغنده اړیکو د پراخولو لپاره هڅې کوي.

هغه زیاته کړې: « مونږ باور لرو، چې د بانکي سکټور پیاوړتیا او د خصوصي سکټور وده د اقتصادي پرمختګ او د هېواد د تلپاتې هوساینې اړین بنسټونه دي.»

دغه راز جف ګریکو هم د بانکي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، اقتصادي ودې، د سوداګریزو فعالیتونو د آسانتیا او د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

د افغانستان بانک د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې د سوداګرو د بانکي ستونزو حل، برښنايي بانکدارۍ، د پیسو نړیوال لېږد، د مالي خدمتونو ښه‌والی او د افغانستان د اقتصادي فعالیتونو پیاوړتیا هم تر بحث او ارزونې لاندې نیول شوي دي.

Trending

Exit mobile version