تازه خبرونه

د افغانستان بانک پلاوي د اسلامي مالي خدمتونو په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

ویل کیږي، چې د اسلامي مالي خدمتونو بورډ یو نړیوال اسلامي بنسټ دی، چې په کې د افغانستان بانک، د نورو اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او نړیوالې مالي ادارې غړیتوب لري.

Published

on

د افغانستان بانک نن چارشنبه د چنګاښ دیارلسمه ویلي، چې د دې بانک د ټولو چارسمبالي ریيس هدایت الله بدري پر مشرۍ پلاوي د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ په دوه‌ویشتمه کلنۍ عمومي غونډه کې، چې د جولای پر لومړۍ او دوه‌یمه نېټه په جیبوټي هېواد کې جوړه شوې وه؛ ګډون وکړ.

په دې غونډه کې، چې د نورو اسلامي هېوادونو د ۲۶ مرکزي بانکونو ریيسانو او استازو ګډون کړی و؛ د بورډ د تېر کال د کړنو او مالي مسایلو اړوند راپورونه د غړیو هېوادونو له‌خوا له بحث وروسته تصویب شول.

دغه راز په دې غونډه کې د راتلونکي کال لپاره د شریعت د اصولو پر بنسټ د اسلامي بانکوالۍ اړوند معایرو، د مالي شرکتونو او بانکونو د ښه مدیریت، د ډيجیټلایزیشن اثر پر اسلامي بانکوالۍ او پر نړیواله کچه د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د ترویج په اړه پر پلانونو او عملي کړنو بحث او خبرې وشوې.

دوی د یوه باثباته اقتصادي توسعې لپاره پر مالي شمولیت، په اسلامي مالي نظام کې د وقف او زکات پر ارزښت، په دې برخه کې د اړوند بنسټونو پر رامنځته کولو، د مالي  نظام پر برښنایي کیدو د شغل او کار په رامنځته کولو کې د هغو پر اهمیت، مالي تکنالوژۍ یا فینټېک پر وړاندې د شته ګواښونو او پدې اړوند د شریعت له اصولو سره سم د مقرراتو رامنځته کېدو او یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو بحثونه تر سره شول.

له یادې غونډې وروسته د افغانستان بانک د ټولو چارسمبالي رییس د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ له ریيس سره په ځانګړې لېدنه کې د افغانستان بانک د کنګل شویو زېرمو، بانکي سکټور د اسلامي کېدو، ښونیزو پروګرامونو او یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو هم خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د اسلامي مالي خدمتونو بورډ یو نړیوال اسلامي بنسټ دی، چې په کې د افغانستان بانک، د نورو اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او نړیوالې مالي ادارې غړیتوب لري.

Trending

Exit mobile version