سوداگري
د افغانستان بانک یو اعشاریه اووه میلیارډ زاړه بانکنوټونه راټول کړل
د افغانستان بانک څرګنده کړې؛ په ۱۴۰۰ مالي کال کې یې له ۱.۷میلیارډ افغانیو څخه ډېر زاړه بانکنوټونه راټول کړي دي.
په ورځنۍ مالي راکړه ورکړه کې د پیسو کارولو د افغانیو د نوټونو عمر لږ کړی او دا نوټونه زر له کاره لویږي. د افغانستان بانک له هېوادوالو غوښتي، چې په خپلو ورځنۍ راکړه ورکړه کې د پيسو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
د افغانستان بانک د ویاند د څرګندونو له مخې؛ په ۱۴۰۰ مالي کال کې له ۱.۷ میلیارډ افغانیو ډېر زاړه بانکنوټونه راټول او له منځه وړل شوی دي.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري زیاته کړې؛ د استعمال شویو پیسو د راټولولو بهیر به روان وي، خو د هېواد وګړي او اتباع باید په ورځنۍ راکړه ورکړه کې د پیسو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
له بلې خوا په کابل کې د زړو پيسو د ډېروالي له کبله خلک له ستونزو سره مخ دي.
یو شمېر کابل ښاریان وايي، چې په دې وروستیو کې د لس افغانیو، ۲۰ افغانیو او ۵۰ افغانیو بانکنوټونه ډېر زاړه شوي او په راکړه ورکړه کې یې کارول ستونزمن شوي دي.
د یادونې ده، چې که څه هم د هېواد په بازارونو کې افغانۍ د بهرنيو اسعارو په ځانګړي توګه د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی؛ خو اسلامي امارت وايي، چې دا يو لنډمهاله حالت دی او ډېر ژر به دغه حالت ښه شي.