سوداگري

د افغانستان بانک ۳.۵ میلیارد دالر شتمني د سویس بانک ته لېږدول شوې – احدي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۵, ۱۴۰۱)
په سویس کې د افغانستان بانک زیرمې ته د جوړ شوي وجهي صندق د بورد غړي انورالحق احدي له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي؛ د سویس بانک ته لېږدول شوې آزاده شوې پانګه ده، چې د دغه جوړ شوي بورد د ۴ غړیو لخوا ساتل کیږي.

انوارالحق احدي زیاته کړې، چې څلور کسیز بورد، چې د پیسو د لګښت په اړه څارنه کوي او په پرېکړو کې د ویټو حق هم لري. د دغه بورد له اجماع پرته به د پیسو د لګښت په اړه هیڅ کومه پرېکړه عملي نشي.

د احدي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د دې پانګې د څارنې په بورد کې د افغانستان بانک استازی نشته؛ خو د مشورتي کمیته له جوېدو سره شونې ده، چې وروسته د افغانستان بانک استازی هم په کې وي.

په سویس کې د افغانستان د پیسو د وجهي صندوق د بورد غړی انورحق احدي په ډاګه کړې؛ د افغانستان د ټولو کنګل شویو شتمنیو ۳ اعشاریه ۵ میلیارد دالر په سویس کې د BIS بانک ته سپارل شوي او یو څلور کسیز پلاوی یې څارنه کوي.

احدي زیاتوي؛ دا پانګه د افغانستان بانک حق ده؛  خو پر افغانستان د بندیزونو له کبله امریکا نه غواړي، چې دغه پیسې افغانستان بانک ته ولیږل شي.

احدي زیاتوي؛ که له نړۍ سره د افغانستان اړیکې عادي شي، دا پیسې به د افغانستان بانک په واک کې ورکړ شي.

په سویس کې د افغانستان د پیسو د وجهي صندوق د بورد غړی انوار الحق احدي ویلي؛ سویس ته لېږدول شوې پیسې د لګښت لپاره ندي، بلکې د صندوق د تګلارې له مخې هغه ضروري لګښتونه ترې ورکول کېدای شي، چې افغان حکومت یې له ورکړې عاجز وي.

د احدي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د پیسو د وجهي صندوق د جوړیدو هدف د پیسو خوندي کول او په دوران کې اچول دي تر څو ګټه وکړي.

احدي دا هم ویلي، چې د نویو پیسو د چاپ لګښت مونږ ورکولو ؛ خو د افغانستان بانک بریالی شوی، چې د نویو چاپ شویو پیسو لګښت ورکړي.

د احدي د څرګندونو له مخې اوسمهال د افغانستان بانک شتمني په سویس کې امانت ده؛ لګښت ترې ندی شوی او په دوران کې اچول، چې مونږ ته یې تر اوسه ۳۶ میلیون ډالره ګټه رسولې ده.

امریکا څه موده مخکې اعلان کړی، چې د افغانستان ۳.۵ میلیارد کنګل شوي دالر به د سویس په یوه بانک کې د افغانستان وجهي صندوق ته لېږل کیږي؛ خو د امريکا دغه پرېکړه د اسلامي امارت له سخت غبرګون سره مخ شوه. اسلامي امارت ټینګار کړی، چې دا پيسې د افغان ملت دي او له د افغانستان بانک پرته بل هیڅوک یې د کارولو او لګولو واک نلري.

Trending

Exit mobile version