سیمه ییز خبرونه
د افغانستان بحران په جنگ نه حل كيږي- ديود ريچاردز
په افغانستان كې د روان جنگ غزول د حل لار نه ده، د دولت وسلوال مخالفين دې د بې گنا ملكي وگړيو له وژنې لاس واخلي.
د بريتانيا ستر درستيز جنرال ديويد ريچاردز د دوشنبې په ورځ(د غويى۱۶) كابل ته رارسيدلى دى. هغه له افغان ولسمشر حامد كرزي سره له ليدنې وروسته، د چارشنبې په ورځ(د غويى۱۸) يې د ملي دفاع له وزير بسم الله محمدي سره وليدل او خبرې يې وكړې.
د بریتانیا لوی درستیز جنرال دیوید ریچاردز وايي:
په افغانستان كې د روان جنگ غزول د حل لار نه ده، د دولت وسلوال مخالفين دې د بې گنا ملكي وگړيو له وژنې لاس واخلي او د سولې له بهير سره دې يوځاى شي.
هغه له ۲۰۱۴ م كال وروسته د خپل هېواد پر ملاتړ او د افغان امنيتي ځواكونو پر تجهيز او روزنې ټينگار څرگند كړ.
نوموړي زياته كړه :
له افغانستان څخه د ناتو ځواكونو له وتلو وروسته به هم مونږ د افغان امنيتي ځواكونو د تجهيز او روزنې بهير روان ساتو.
د بریتانیا لوی درستیز جنرال دیوید ریچاردز همدارنگه پر رڼو ټاكنو ټينگار وكړ او وايي، رڼې ټاكنې كولى شي د ديموكراسۍ په ځواكمنولو، دحكومت او امنيتي په ثبات كې په زړه پورې اغېز ولري.
د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي په تېرو دولس كلونو كې د بريتانيا مرستې او هڅې د ملي ځواكونو د تجهيز او روزنې په اړه گټورې او همدارنگه يې د دې هېواد هڅې په حكومت غزونه او رغنيزو چارو كې ډاډمنې وگڼلې.
نوموړي د ملي ځواكونو د ملاتړ لپاره د بريتانيا د همكاريو غوښتنه هم وكړه.
دفاع وزير په دې ليدنه كې ملي اردو ته د امنيتي بهير د ليږد بهير له برياليتوبونو سره مل وگاڼه او تر راتلونكيو دوه مياشتو پورې يې د دغه بهير له وروستي پړاوه هم خبر وركړ.