تازه خبرونه
د افغانستان بدلونونو ته روسیې او ایران ګډه پاملرنه وکړه
د روسیې بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې ټینګار وکړ، چې تهران او مسکو له چین او پاکستان سره یوځای د افغانستان د وضعیت په اړه په بېلابېلو بڼو کې ګډې مشورې کوي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په یوه ګډه خبري ناسته کې ویلي، چې په افغانستان کې روان بدلونونه د دواړو هېوادونو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې ټینګار وکړ، چې تهران او مسکو له چین او پاکستان سره یوځای د افغانستان د وضعیت په اړه په بېلابېلو بڼو کې ګډې مشورې کوي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له لوړ پوړو ایراني چارواکو سره د سلا مشورو لپاره تهران ته سفر کړی دی.
هغه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره له لیدنې وروسته په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل، چې د نورو مسلو تر څنګ یې د افغانستان پر موضوع له دې هیواد سره د همکارۍ او اړیکو په اړه له ایراني لوري سره خبرې کړې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویل: “زمونږ خبرې، چې په ایران کې تېره میاشت ترسره شوې له اقتصادي بڼې( فارمټ) بریالۍ یادونه وکړه او له افغانستان سره زمونږ د اړیکو په اړه یې بحث وکړ. یو هېواد، چې مونږ ورسره په بېلابېلو بڼو کې د مسکو فارمیټ په ګډون د افغانستان د ګاونډ هېوادونو او څلورو لویو هېوادونو غونډه، چې چین، ایران، روسیه او پاکستان په کې دي.”
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم په دې خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې ایران او روسیه تل د افغانستان له بدلونونو خبر دي او ورته دریځ لري.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل: “په افغانستان کې بدلونونه زمونږ او روسیې لپاره په زړه پورې دي. په دې مسله زمونږ بحثونه تل روان دي او مونږ اراده لرو، چې په دې مسله کې له یو بل سره نورې مشورې هم وکړو.”
کارپوهانو د افغانستان په بهرني سیاست کې د ایران او روسیې مهم رول روښانه کړی او ویلي یې دي، چې له ګاونډ هېوادونو او سیمې سره د کابل ښې اړیکې د افغانستان د راتلونکي لپاره رغنده کېدی شي.
که څه هم روسیې او ایران تر اوسه اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ خو د چارسمبالي (سرپرست) حکومت سره یې نږدې اړیکې ساتلي دي. مسکو اوس هم په روسیه کې د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په درشل کې دی. تهران هم تل د سیمهییزې اجماع او په افغانستان کې د سیاسي اجماع له لارې د افغانستان د ستونزې پر حل ټینګار کړی دی.