سوداگري

د افغانستان برښنا شرکت له یوه خصوصي شرکت سره د ۸۴۵ میګاواټه برښنا د تولید تړون لاسلیک کړ

دغه مراسم د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوندزاده په شتون کې ترسره شول.

Published

on

نن چارشنبه( د سلواغې دوه‌ویشتمه ) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د افغانستان برښنا شرکت او د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د ۸۴۵ میګاواټه برښنا د تولید د عملي کار د پیل لپاره د ۵ مهمو پروژو تړونونه لاسلیک شول.

دغه مراسم د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوندزاده په شتون کې ترسره شول.

د تړونونو له مخې، د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت به د کابل ولایت د نغلو په سیمه کې ۱۰۰ میګاواټه لمریزه برښنا، د پروان ولایت د باریک‌آب په سیمه کې ۱۰۰ میګاواټه لمریزه برښنا او په غزني ولایت کې ۱۳۰ میګاواټه لمریزه برښنا تولید کړي. دغه راز به په تخار ولایت کې ۱۶۵ میګاواټه د سکرو برښنا او په بغلان ولایت کې ۳۵۰ میګاواټه د سکرو برښنا تولید شي.

په دغو پروژو کې شاوخوا ۴۶۳ میلیون ډالر پانګونه کېږي.

د لمریزې برښنا پروژې به په دوه کلونو کې او د سکرو برښنا پروژې به په درې کلونو کې بشپړې شي. دا طرحې د انرژۍ په برخه کې د لس زره میګاواټه ستر پروګرام برخه ده، چې موخه یې د کورني تولید پیاوړتیا او د برښنا د وارداتو کمول دي.

د تړونونو له لاسلیک وروسته د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ له عمومي رییس میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ډلې سره وکتل.

ملا عبدالغني برادر د دغو ۵ پروژو عملي پیل د کاري فرصتونو د رامنځته کېدا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام وباله او له شویو پانګونو یې هرکلی وکړ.

میرویس عزیزي هم د اقتصادي مرستیالۍ او اړوند ادارو له بشپړې همکارۍ مننه وکړه او څرګندوي، چې د مسوولانو پر ملاتړ د پروژو د پلي کېدا بهیر بې له ستونزې پر مخ تللی دی.

هغه زیاته کړې؛ د روان کال تر پایه به د برښنا د تولید له ۱۵ څخه تر ۲۰ نورې پروژې هم پیل کړي، چې ټولیز ظرفیت به یې ۵۰۰۰ میګاواټه ته ورسېږي.

عزیزي همداراز په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار له پرمختګ هم خبر ورکړ او وایي، چې هرات ولایت ته ګاز ورسېږي، د کانونو او پټرولیم له وزارت سره پر همغږۍ به د ګازو د لویو شبکو د جوړولو او د ۳۰۰۰ میګاواټه ظرفیت لرونکي د ګاز پر بنسټ د برښنا د فابریکې د جوړولو چارې پیل شي.

هغه د طبیعي ګاز او سکرو د اکتشاف او استخراج او له دغو سرچینو د برښنا د تولید په برخه کې د ګډې همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

ویل کیږي، چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال او اړوند ادارو مسوولانو په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.

Trending

Exit mobile version