تازه خبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا بیه لوړه کړې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د برېښناشرکت مسولین وايي چې د افغانیو د ارزښت له را غورځېدو سره دوی اړ ديچې د یوه کیلو واټ برېښنا بیه پنځوس پوله لوړه کړي.

 د برېښنا شرکت چارواکيوایي مخکې له دې چې د برېښنا شرکت له مالي بحران سره مخامخ شي، دوی د برېښنا بیه لوړه کړې ده. دوی له خلکو غواړي چې د برېښنا لګښت په خپل وخت ورکړي. خلک بیا د برېښنا شرکت دغه ګام اندېښمن کړي دي.

د ډالر په وړاندې د افغانۍد ارزښت رالوېدو د خلکو په اقتصاد او د ژوند په ټولو چارو ناوړه اغېزه کړې ده. د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې دوی برېښنا په ډالرو پېري او په کومه بیه یې چې په خلکو پلوري دوی ته ګټه نه کوي.

دغه شرکت وايي چې په ډنډ شهاب الدین کې د برېښنا د پرې کېدو له کبله دغه شرکت ته میلیونونه افغانۍ زیان واوښت او له بلې خوا د ډالرو د ارزښت لوړېدو دوی اړ کړل چې د هر کیلو واټ برېښنا بیه پنځوس پوله زیاته کړي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدی وايي: “مونږ په تېر کال کې ډېر زیانونه وکړل، زموږ زيانونه د دوو دلیلونو له امله وو،یو دا چې په ډنډشهاب الدین کې د برېښنا پايې ونړول شوې او بل دا چې د ډالرو بیه لوړه شوه نو اړ شوو چې د برېښنا بیه لوړه کړو.”

که څه هم د برېښنا شرکت مسولین وايي چې د برېښنا بیه یې له دې کبله لوړه کړې چې دغه شرکت لکه د کابل بانک غوندې له بحراني کېدو وژغوري، خو خلک بیا وايي چې حکومت او خصوصي شرکتونه باید له مصرفوونکو ملاتړ وکړي. کابل ښاریان د برېښنا په بیه کې لوړېدو اندېښمن کړي دي.

د افغانستان مست سېندونه چې د برېښنا د تولید لوړ ظرفیت لري، خو د پام وړ ګټه نه ترې اخيستل او ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي. افغانستان او په ځانګړې توګه پلازمېنه د سروبي او نغلو د برېښنا سربېره د ازبکستان او تاجکستان په وارداتي برېښنا روښانه دی.

خبریاله: نبیله حفیظي

 

Trending

Exit mobile version