تازه خبرونه
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ایران د ډبرو سکرو د کان چاودنې پر قربانیانو خواشیني څرګنده کړه
ایراني چارواکو د طبس د ډبرو سکرو په کان کې د شنبې د ورځې د چاودنې د قربانیانو په اړه متضاد شمېرخپوره کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ ( د تلې دوهیمه ) د ایران د طبس ښار د ډبرو سکرو په یوه کان کې مرګونې چاودنه غمجنه وبلله او له دغه هېواد سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې ویلي: اسلامي امارت د ایران له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوي؛ مړو ته د الله پاک له درباره د مغفرت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.
ایراني چارواکو د طبس د ډبرو سکرو په کان کې د شنبې د ورځې د چاودنې د قربانیانو په اړه متضاد شمېرخپوره کړی دی.
د شنبې پر ورځ د وږي پر یودېرشمه رسنیو راپور ورکړ، چې په طبس کې د ډبرو سکرو د معدنجو شرکت په یوه ورکشاپ کې د ګازو له کبله چاودنه رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې؛ د چاودنې پر مهال د کان په سي او بي بلاک کې ۶۹ کارګران پر کار اخته ول.
په وروستیو راپورونو کې د وژل شویو کسانو رسمي شمېر د ۳۵ او ۳۸ کسانو ترمنځ ښودل شوی دی.
له دې پېښې وروسته په جنوبي خراسان کې درې ورځنی ماتم اعلان شوی دی.
