تازه خبرونه

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر وغوښت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ پر سرحدي ولایتونو ننګرهار او کونړ د توغندیو د توغولو، له افغانستان سره د دروازو د تړلو او د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د ۱۵۰ افغانانو د نیولو په تړاو په کابل کې د دغه هېواد  سفیر ابرار حسین ځانته وروغوښت.  

بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د دغه وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي پرون له غرمې وروسته د پاکستان سفیر بهرنیو چارو وزت ته وغوښت.

افغانستان پاکستان ته د سند ایالت د صوفیانو د زیارت د برید پر ځاني زیانونو  خواشیني څرګنده کړه او تر څنګ یې دا هم په ډاګه کړې؛ د افغانستان خلک د تروریزم د اصلي فربانیانو په توګه د پاکستان د خلکو دردونه ښه احساسوي؛ ځکه، چې د دغه هېواد خلک هره ورځ د ورته تروریستي او راکتي بریدونو، چې د پاکستان په خاوره کې پلانیږي، شاهدان دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ افغانستان له پاکستان څخه غواړي، چې د هغو ډلو په وړاندې عملي ګامونه پورته کړي، چې په دې هېواد کې پټ شوي دي.   

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او سیاسي مرستیال دغه راز د ننګرهار او کونړ ولایتونو پر سرحدي سیمو د پرونیو توغندیو د توغول او خلکو ته د زیانونو اړول وغندل او توضیح  ترې وغوښتل شوه.   

دغه راز خبرپاڼې دا ټینګارهم په ډاګه کړی، چې په اسلام آباد او پینډۍ کې دې نیول شوي ۱۵۰ افغانان ژر تر ژره خوشې او له تېرې ورځې بندې لارې دې هم د سوداګرو او عامو خلکو پر مخ خلاصې شي.  

Trending

Exit mobile version