تازه خبرونه
د افغانستان ترکتبارانو له ولسمشر غني سره ولیدل
په ارګ کې د افغانستان یو شمېر ترکتبارانو پرون له ولسمشر غني سره ولیدل.
ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې د احمد خان ایشچي قضیه حقوقي اړخ لري او هر اړخیزه څېړنه غواړي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې لومړی داکتر عزت الله عامد د نورو په استازیتوب خبرې کړي او د احمدخان ایشچي موضوع ته د لاسرسي په موخه یې د ولسمشر له چټکو اجراتو مننه وکړه.
هغه د ښاغلي ایشچي د شخصیت په اړه هم خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د احمدخان ایشچي زوی بکتاش ایشچي ویلي؛ مونږ، چې کوم غم لرو هغه په کلیمو کې نه څرګندېږي.
هغه په دې اړه د عدالت غوښتنه وکړه او په ډاګه کړې یې ده، چې تاریخ به ستاسو د حکومت په اړه قضاوت وکړي.
د هېواد ولسمشر له حاضرینو څخه مننه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې د قانون د تطبیق لپاره سیاسي اراده وجود لري.
هغه ډاډ څرګند کړی، چې اړوندې مراجع به په دې برخه کې قانون تطبیق کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني زیاته کړې، زه د قانون په حاکمیت پوره باور لرم او زما په ګډون هیڅوک تر قانون لوړ نه دی.
ولسمشر وایي، دا مساله به د عدلي او قضایي مراجعو له لارې په پوره استقلالیت تعقیب شي.
احمد خان ایشچې دوه اوونۍ مخکې نیول شوی و او په اړه یې د ځورونې بېلابېل خبرونه خپاره شوي دي.
نوموړی تېره ورځ د ملي امنیت لوی ریاست خوشې کړی او اوس د عدالت غوښتونکی شوی دی.