لوبی

د افغانستان تنکیو ځوانانو فوتبال ملي لوبډلې له منګولیا لوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۶, ۱۴۰۱)

د افغانستان ځوانانو فوتبال ملي لوبډلې د آسيا د  ۱۷ کلنو ټیټ عمره تنکیو ځوانانو د ملتونو جام ته د غوراوي په سياليو کې د H ګروپ په لومړۍ لوبه کې منګوليا ته ۵-۰ ماتې ورکړه.

عليرضا رحیمي د دې لوبې په اړه ویلي: مونږ منګولیا ته وښودله، چې فوتبال څه معنی لري. مونږ به د تاجکستان پر وړاندې ښه لوبه وکړو.

د دې لوبډلې بل لوبغاړي حکیم خان نیازي؛ خپله بریا د افغانستان شهیدانو او خلکو ته وقف کړه.

دا سیالۍ د جمعې پر ورځ ( د تلې ۱۵) د تاجکستان په مرکز دوشنبه ښار کې ترسره شوې د ه.

په دې لوبه کې د افغانستان د سرې جامو ستوري حکیم خان نیازی و، چې په لومړۍ نیمايي کې یې درې ګولونه وکړل.

افغانستان د دوه یمې نیمايي په څلور اویایمه دقیقه کې علي رمضاني او په نهه اتیاومه دقیقه کې د لوبډلمشر علي رضا رحیمي لخوا دوه نور ګولونه ووهل شول.

د افغانستان دوه یمه او وروستۍ لوبه به د یکشنبې پر ورځ د تاجکستان له کوربه لوبډلې سره ترسره شي.

د افغانستان د فوتبال فدراسیون ويلي، چې افغانستان به د تاجکستان پر وړاندې په مخامخ سیالۍ کې د لومړۍ لوبډلې په توګه د ۱۷ کلنو آسیا جام سیالیو ته لار پیدا کړي.

Trending

Exit mobile version