تازه خبرونه

د افغانستان توند دریځ په یوه لیک کې پاکستان ته وروړل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرگې مشر وایي، د پاکستان لومړي وزیر ته دافغان ولسمشر لیک د افغانستان توند دریځ رسوي؛ خو دا، چې افغان دولت تر اوسه د دغه سفر پایلې پټې ساتلي، ځینې یې اندېښمن کړي دي.

د ولسمشر غني د دغه لیک وړونکي د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي دفاع سرپرست معصوم ستانکزی او د ملي امنیت لوی رییس رحمت الله نبیل ول.

د دغه لیک مهمې برخې دادي:

–         افغانستان غواړي د دیورند په هغه غاړه کې د ترهگرو ځالې له منځه ولاړې شي.

–         د طالبانو ټپیان باید د پاکستان په روغتونونو کې تداوي نه شي.

–         د افغانستان ښه نیت او دیپلوماتیکې اړیکې د پاکستان له ښه نیت سره تړلي دي.

–         افغانستان ټولې اړیکې له دې وروسته د پاکستان د راتلونکو کړنو پر بنسټ محاسبه کوي، نه په تېرو ژمنو.

دغه سفر د پاکستانیو رسنیو له خوا تر پوښښ لاندې رانغی او تر اوسه رسمي سرچینو د دغه سفر په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ځینې سرچینې وایي، افغان پلاوي لومړی له سرتاج عزیز سره کتلي او له نیم ساعت وروسته يې له لومړي وزیرسره هم ولیدل.

دوی د افغان ولسمشرلیک لومړي وزیر ته ور کړ؛ خو نوازشریف پلاوي ته نوې خبرې نه درلودې.

هغه د تېر په څېر د وروستیو خونړیو بریدونو په تړاو له افغانستان سره خواخوږي کړې ده.

د مشرانو جرگې مشر فضل الهادي مسلمیار وایي، دا، چې څه تر سره شوي او څه نتیجه یې ورکړې په دې نه پوهیږم؛ خو اندېښمن یم، چې ولې له خلکو او ملت څخه دا خبرې پټې دي.

د نوموړي په وینا؛ دغه پلاوی باید د یو خبري کنفرانس له لارې ملت ته دا په ډاگه کړي، چې دوی څه وړي وه او څه یې راوړل.

یوه ورځ مخکې  اجرائیه ریاست ویلي وه، چې که دا ځل پاکستان افغانستان ته پرېکنده ژمنه ورنه کړي او له ترهگرۍ سره جدي مبارزه ونه شي؛ ښایي افغانستان  د هغو ترهگرو په وړاندې اقدام ونه کړي، چې پاکستان ته سرخوږی دی.    

د یادونې وړ ده، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ډاگه کړې؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې اترې او دوه اړخیزې همکاري یوازنۍ لار ده، چې په سیمه کې پرې ثبات راتلای شي.

Trending

Exit mobile version