لوبی
د افغانستان تکړه سپېن بالر راشد خان خپله سلمه لوبه ترسره کړه
(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۲)
د افغانستان سپېن بالینګ ستوري راشد خان، چې اوس د هند په غوره لیګ سیالیو کې ګجرات تایتانز لپاره لوبه کوي؛ د شنبې پر ورځ یې په کلکته کې خپله سلمه لوبه ترسره کړه.
راشد خان په ۲۰۱۷ کال کې د هند غوره لیګ لومړی لوبه وکړه او تر ۲۰۲۱ ز.کال پورې یې د سن رایزر حیدرآباد لوبډلې لپاره لوبه وکړه.
راشد خان پر ۲۰۱۸ ز. کال په هند غوره لیګ سیالیو کې تر ټولو بریالۍ سیالي د سن رایزر لوبډلې سره وه، چې په ۱۷ لوبو کې یې ۲۱ ویکتې واخیستې.
راشد خان تر دې دمه په هند غوره لیګ سیالیو کې تر ټولو زیاتې ویکتې لري.
د یادونې ده، چې نوموړي په ۸ لوبو کې ۱۴ ویکټې اخیستي دي.