بی بی سی پښتو
د افغانستان جګړه؛ په یو شمېر سیمو کې د ښځو سوداګریز فعالیتونه په ټپه درېدلي
د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، وروستیو ناامنیو په دغه هېواد کې د سوداګرو او صنعت کارو ښځو پر کاروبار سخت ناوړه اغېز کړی.
د دې ادارې مسوولین وايي، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سوداګرو ښځو فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.
د یادونې ده چې پروسږ کال د افغانستان اقتصاد وزارت ویلي و، د هغو شرکتونو شمېر ډېر شوی چې خاوندان او یا مدیرانې یې ښځینه دي.
یاد وزارت ویلي و، ډېری ښځینه سوداګرې او صنعت کارې د کالیو، خوراکي توکو او کرهنیزو محصولاتو د تولید او چمتو کولو په برخه کې فعالیتونه کوي.
په افغانستان کې په سوداګرۍ بوختې ښځې بیا وايي، ټولنیزې او امنیتي ستونځې، پانګونې ته لاسرسی نه درلودل او د مناسب بازار نه موندل د دوی پر وړاندې لوی خنډونه وو.
د سوداګرۍ او صنعت په برخو کې فعالې افغانانې وايي، واک ته د طالبانو رسېدو په صورت کې د خپل کاروبار راتلونکي ته اندېښمنې دي.
په تېر کې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال ښځو ته د سوداګریز فعالیت، زدکړو او ان له محرم نارینه پرته له کوره د وتلو اجازه نه ورکوله.
نن په کابل کې یوه غونډه وشوه، چې ښځو او ځوانانو پکې ګډون درلود او په هېواد کې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه پکې وشوه.
په ولسي جرګه کې د جوزجان استازې حلیمه صدف غونډې ته وویل، په جوزجان کې یوازې د تېرې یوې اوونۍ اوږدو کې د جګړې له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون دوه سوه ملکي کسان وژل شوي دي.
نوموړې په جګړه کې د حکومت پر مدیریت سختې نیوکې وکړې او له ټولو خلکو یې وغوښتل چې د طالبانو مقابل کې پاڅون وکړي.
نوموړې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو او په ځانګړې توګه ” د ښځو مقابل کې د جنایتونو ” یادونه وکړه او د هېواد له سیاسي مشرتابه یې وغوښتل چې اختلافونه یوه لور ته کړي او یو موټی شي.
مېرمن صدف له طالبانو هم غوښته وکړه چې ” که رښتیا افغانان یاست له جګړې لاس واخلئ او د جګړې له اوره چې اصلي قرباني یې ملت دی، د ولس ژغورلو لپاره سولې ته مخه کړئ. “