تازه خبرونه

د افغانستان جګړه اوس د امريكايي ملت له بدګمانۍ سره هم مخامخ شوې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د يوه امريكايي بنسټ نظر پوښتنه ښيي، چې څه باندې ۵۰ په سلو كې امريكايان د افغانستان په جګړه كې نړيوال ځواكونه ناكام بولي او د دې جګړې د ډېر ژر ودرېدو غوښتنه لري..

د افغانستان جګړه، چې له ټولو زياته امريكا ته له لګښتونو ډكه ده او د دې هېواد په تاريخ كې د اوږدې جګړې ريكارډ لري، اوس د امريكايي ملت له بدګمانۍ سره هم مخامخ شوې ده.

د يوه امريكايي بنسټ تازه نظر پوښتنه ښيي، چې څه باندې ۵۲ په سلو كې امريكايان دا جګړه بې پايلې بولي او امريكا په دې جګړه كې خپلو ټاكل شويو موخو ته په رسېدو كې ناكامه بولي.

دې جګړې امريكايي ځواكونو ته تر اوسه دروند لګښت درلود. په ۲۰۰۱ كال كې، چې د امريكا جګړه پېل شوه په ټول كال كې اووه امريكايي سرتېري ووژل شول او ۳۳ نور ټپيان شول.

په ۲۰۰۲ كال كې هم ۳۰ امريكايي سرتېري ووژل شول او ۷۴ نور ټپيان شول. په ۲۰۰۳ ميلادي كال كې هم ۳۳ امريكايي سرتېري ووژل شول او ۹۹ نور ټپيان شول. په ۲۰۰۴ كال كې ۴۹ امريكايي سرتېري ووژل شول او ۲۱۷ نور ټپيان شول.

خو په ۲۰۰۵ ، ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ كلونو كې ۴۴۵ امريكايي سرتېري ووژل شول. بلخوا ۲۰۰۹،۲۰۱۰او ۲۰۱۱كلونه امريكايي پوځيانو ته خونړي و، په دې كلونو كې ۱۲۰۸ امريكايي سرتېري ووژل شول. خو له ۲۰۱۲ كال را په دېخوا تر اوسه نږدې څلور سوه امريكايي سرتېري په افغانستان كې ووژل شول.

دې ټولو سره سره امريكا وايي، له ۲۰۱۴ كال وروسته له افغانستان سره د ستراتيژيكو اړيكو لرل د امنيتي او دفاعي تړون له لاسليك سره غوټه ده.

امريكا پوځي چارواكي په دې آند دي، كه ولسمشر حامد كرزى دا سند لاسليك نه كړي، دوی به اړ وي، چې له افغانستان څخه خپل ټول پوځيان وباسي. بلخوا افغان ځواكونه هم تر څو نورو كلونو پورې د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري.

Trending

Exit mobile version