تازه خبرونه

د افغانستان جگړه پیچلې او د نړیوال ائتلاف په تاریخ کې یوه اوږده جگړه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا دفاع وزیر چک هیگل د خپل ماموریت په وروستیو ورځو کې  د بلجیم په پلازمينه بروکسل کې د ناټو په ناستې کې څرگند شو.

هیگل وایي، افغانستان له دیارلس کاله مخکې وضعیت نه اوس بدل شوی دی.

چک هیگل وایي، په افغانستان کې یوازې یوه میاشت مخکې د ناتو همکارانو او متحدینو یې زمونږ جنگي ماموریت پای ته ورساوه، چې د ائتلاف په تاریخ کې یوه اوږده او پیچلې جگړه وه. زمونږ ائتلاف څه باندې درې سوه اویا زره افغان امنیتي ځواکونه وروزل، چې د طالبانو له مهاله یې د اقتصاد په شپږ برابره غوړېدو او افغانانو ته د بې سارو فرصتونو په برابرولو کې مرسته کړې. 

نوموړی زیاتوي:

زه فکر کوم؛ افغان ځواکونه به وتوانیږي، چې له خپل هېواد دفاع وکړي؛ خو یقینا،چېگواښونه  له منځه نه دي تللي. اوسبه وختي وِي، چې وویل شي؛ افغانستان به یو داسې ځای وي چې خلک یې غوښتنه لري. 

د امریکا د دفاع وزیر په وینا؛ تر دوه نورو کلونو به د ناتو  په ښوونیز ماموریت کې افغان ځواکونو ته پوځي زدکړې او مرستې برابرې شي.

Trending

Exit mobile version