سیمه ییز خبرونه

د افغانستان حكومت د بهرني سياست په برخه كې روښانه تگ لاره نلري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي، د دولت اساسي كرښې د دې پرځاى، چې د افغانستان بهرنى سياست تمثيل كړي د يوه رپوټ بڼه لري.

د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي، افغانستان په تېرو لسو كلونو كې د مشخصو اساسي كرښو له درلودو پرته له گاونډيو هېوادونو، سيمې او نړۍ سره اړيكې ټينگې كړې دي.

په دې موده كې خو كله كله گاونډېو هېوادونو ښكاره لاسوهنه هم كړې ده، كه څه هم چې د دولت د اساسي كرښو سند اوه مياشتې مخكې ولسي جرگې ته د تصويب په موخه استول شوى، خو د دغه جرگې غړو پرې اوس بحث پېل كړى دى.

د ولسي جرگې غړي عبدالحفيظ منصور او غلام حسين ناصري وايي:

د دولت اساسي كرښې، چې ولسي جرگې ته استول شوې د دې پرځاى، چې د حكومت بهرنى سياست تمثيل كړي د دغه بنسټ د تېرو لسو كلونو كاري رپوټ دى.

د ولسي جرگې غړو محمد يونس قانوني او سيد اسحاق گيلاني د حكومت د بهرني سياست په موجوده سند كې د نيمگړتياوو په يادولو سره له حكومت څخه وغوښتل، چې په دې متن كې سمون راوړي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان كې سياسي جريانونو د افغانستان په حكومت ډېرځله لدې امله نيوكه كړې، چې د بهرني سياست په برخه كې روښانه تگلاره نه لري.

Trending

Exit mobile version