سیمه ییز خبرونه
د افغانستان حكومت پر رسنيو تېرى كوى
د افغانستان د آزادو رسنيو ملاتړ اداره ( نۍ) د لويې څارنوالى او د حكومت د رسنيو د مركز د ورستي گام په غبرگون كې ويلي، چې حكومت پر رسنيو تېرى پيل كړى دى.
لويې څارنوالۍ ويلي، چې په رسنيو كې د امنيتي تړون په اړه خپريدونكي سوداگريز اعلانونه يو ښكاره جرم دى.
د افغانستان د آزادو رسنيو ملاتړ اداره د لويې څارنوالى ورستي څرگندونې د دغې آدارې له صلاحيت څخه پورته گڼي.
د نى ادارې اجرائيوې رييس مجيب خلوتگر وايي، چې ولسمشري نه كولى خپل ذهنيت پر رسنيو وتپي.
دغه اداره وايي:
د افغانستان د اساسي قانون ۱۳۴ مادې له مخې لويې څارنوالي د جرمونو د څېړنو صلاحيت لري نه، د جرم د كشف كولو صلاحيت.
د دوى په وينا، د رسنيو د قانون ۴۳ مادې له مخې د رسنيو د تېروتنو او جرمونو د كشف صلاحيت د ټوليزو رسنيو كميسيون ته سپارل شوى، بل هر بسټ، چې دا د ځان صلاحيت گني د قانون خلاف كار دى.
د بيان آزادي په تېرو دولس كلونو كې د لويې لاسته راوړنو څخه شمېرل كيږي؛ خو د نى بنسټ چارواكي وايي، چې دولت تل دغه لاسته راوړنې له خطر سره مخ كړي دي.