تازه خبرونه
د افغانستان حکومت دې د بشري حقونو د هڅاندو د خوندیتوب هڅې وکړي – د بښنې نړیوال سازمان
د بښنې نړیوالې ټولنې نن (سې شنبه د کب ۲۶) په ډاګه کړې، چې د افغانستان د بشري حقونو د ساتونکیو پر وړاندې د ګواښونو نوې څپې ته په پاملرنه، دولتي چارواکي باید سمدستي هحې پیل کړي.
دغه سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د ساتونکیو د ساتنې لپاره د کمیسیون رامنځته کولو ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې له درې میاشتو له تېررېدو وروسته هم د بشري حقونو د د ساتونکیو د ساتنې لپاره هیڅ عملي ګامونه پورته شوي ندي.
له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) راپور ورکړی و، چې د افغانستان د بشري حقونو ساتونکي او د رسنیو کارکونکي د سولې خبرو له پیل راپدیخوا په موخه ییزو بریدونو کې وژل شوي دي (د سپتمبر ۲۰۲۰ – جنورۍ ۲۰۲۱).
د بخښنې نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې په تېرو درې میاشتو کې د بشري حقونو د مدافعینو په وړاندې بریدونه او ګواښونه ډیر شوي دي.
د سویلي آسیا او آرام سمندر د ادارې مشرې یامیني میشرا ویلي؛ په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو د خوندیتوب د کمیسیون د اقداماتو ځنډ د بشري ژوند په بیه دی.
میرمن یامیني میشرا وایي: ګډ کمیسون باید سمدستي خپل کار ګړندی کړي، د بشري حقونو مدافعانو سمدستي امنیتې اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي، ټول ګواښونه، بریدونه او نورې وېرې او ترهې وڅېړي او مسوولین یې ونیسي.
میرمن میشرا زیاته کړې، چې د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو او ساتونکیو لپاره ګډ کمیسیون باید خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره اړین بشري او مالي سرچینې ولري او د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې لخوا په بشپړ ډول ملاتړ وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن (سې شنبه د کب ۲۶) د سولې له مخکښو مدافعینو، مدني ټولنې غړیو او رسنیو چارواکو سره وکتل او د سولې بهیر د ګړندي کولو لپاره یې پر ستراتیژیو خبرې وکړې.
خلیلزاد د افغانستان د مدني ټولنې له مشرانو سره په راتلونکي سیاسي هوکړه لیک کې دنجونو او ښځو حقونو د خوندي ساتلو په اړه د دوی نظرونه واورېدل او د خوندي کولو ډاډ یې ورکړ.
زلمي خلیلزاد ټینګار کړی، چې د ښځو د مشرانو رول په دې هېواد کې سولې او ملي پخلاینې لپاره اړین او ژوند بښونکی دی.
د ځانګړي استازي د رسنیو د کارمندانو موخه ییزې وژنې او د بیان پر آزادۍ د دوی اغېزو په اړه هم خبرې وکړې.
نوموړي ویلي، چې د خبریالانو د موخه ییزو وژنې قضیې باید وڅېړل شي او عاملین یې محاکمه شي.
خلیلزاد د خبریالانو او مدني مخکښانو وژنه وغندله او د رسنیو د کارکوونکیو د امنیت غوښتنه یې وکړه.