تازه خبرونه

د افغانستان حکومت د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره اصلاحاتو ته اړتیا لري – چین

Published

on

د چين بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي؛ اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره سیاسي اصلاحاتو، امنیت او له ګاونډ هېوادونو سره د اړیکو ښه کولو ته اړتیا لري.

په دې وروستیو کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې بلال کریمي د اسلامي امارت د رسمي سفیر په توګه چین ته استول شوی او هغه د چین له لوري منل شوی دی.

ویاند وانګ وینبین په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د افغانستان چارسمبالی حکومت د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره اصلاحاتو ته اړتیا لري.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند څرګندوي؛ افغانستان بايد له نړيوالې ټولنې جلا نه‌شي، بلکې دغه هېواد بايد د نړيوالې ټولنې هيلو ته ځواب ووايي، يو ټولګډونه او خلاصه سياسي ټولنه جوړ کړي؛ معقول او معتدال بهرني او کورني سياستونه غوره کړي.

وانګ وینبین وایي: چین په دې باور دی، چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې جلا نه‌شي؛ مونږ هیله لرو، چې افغانستان به د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ووایي، یو ټولګډونه تشکیل  جوړ کړي ، معقول او معتدال بهرنۍ او کورنۍ تګلارې غوره کړي او له هر ډول ترهګرۍ سره  مبارزه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان باید د نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ګاونډ هېوادونو سره دوستانه اړیکې جوړې کړي، او ځان په نړیواله ټولنه کې شامل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په رسمي ډول بلال کریمي په دغه هېواد کې د سفیر په توګه معرفي کړی دی.

اسلامي امارت پر ځلونو ټینګار کړی، چې په هېواد کې ټولګډونه حکومت جوړ شوی او نړیوالې ټولنې ورته د ټولګډونه حکومت کومه بېلګه هم نه‌ده وړاندې کړې.

د اسلامي امارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت د رسیمت پېژندنې  لپاره ټول شرطونه پوره کړي دي.

د نړیوالو اړیکو  کارپوه طارق فرهادي په دې باور دي، چې چین په افغانستان کې د پانګونې او په دغه هېواد کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر هر اړخیزه حکومتولۍ ټینګار کړی؛ خو تر هغې، چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو شرطونه نه وي منلي؛ کوم مهم ګام به پورته نه شي.

چین یو له هغو هېوادونو دی، چې له اسلامي امارت سره یې دیپلوماتیکې اړیکې ساتلي او په کابل کې رسمي سفیر لري او همدارنګه کابل هم  بیجنګ ته رسمي سفیر لیږلی دی.

Trending

Exit mobile version