تازه خبرونه
د افغانستان خاوره باید د هند د نیابتي ډلو لخوا د پاکستان پر ضد ونهکارول شي
د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ هغه دا څرګندونې له پاکستاني جنرالانو او لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره د پېښور د سفر په لړ کې وکړې.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د سېشنبې پر ورځ (د غبرګولي دیارلسمه) له اسلامي امارت سره د پراخې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې د افغانستان خاوره باید د هند د نیابتي ډلو لخوا د پاکستان پر ضد ونهکارول شي.
د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ هغه دا څرګندونې له پاکستاني جنرالانو او لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره د پېښور د سفر په لړ کې وکړې.
په دې سفر کې د پاکستان پوځ له مشر عاصم منیر سره فډرالي امنیتي او دفاع لوړ پوړي وزیران او آیاسآی مشر مل ول.
د پاکستان لومړي وزیر د خیبر پښتونخوا مشهورو قبایلي مشرانو یوې جرګې ته په خپله وینا کې د “خوارجو پر فتنه او د هند تر ملاتړ لاندې ترهګریزو ډلو” د له منځه وړلو لپاره د پاکستان پر ټینګ هوډ ټینګار وکړ.
هغه په غونډه کې وویل: “د پښتنو زړورتیا، ټینګار او نه ماتېدونکې روحیه زمونږ د ملي تاریخ یوه ویاړلی پاڼه ده.” هغه له قبایلي مشرانو وغوښتل، چې د افراطي نظریې د افشا کولو او ماتولو لپاره سره متحد شي.
شهباز شریف په دې جرګه کې دا ژمنه هم وکړه، چې په خیبر پښتونخوا کې به سوله “په هره بیه” وساتل شي او د دې ایالت له ځوانانو یې وغوښتل، چې د پاکستان د ملي یووالي، پرمختګ او ثبات په وده کې رغنده رول ولوبوي.
اسلامي امارت تر اوسه د شهباز شریف د څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.
