تازه خبرونه

د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد ونه کارول شي – ملا عبدالسلام حنفي  

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۰, ۱۴۰۰)

د افغانستان د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د شنبې پر ورځ په کابل کې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار معید یوسف سره په کتنه کې ویلي؛ د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.

ملا حنفي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو د نللیکې، د منځنۍ آسیا- جنوبي آسیا د برښنا غزولو او نورو پروژو د ژر بشپړېدو غوښتنه هم وکړه.

ملا عبدالسلام حنفي زیاته کړې: د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې به هیچا ته اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو او نورو هېوادونو پر ضد وکاروي. هغه زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت هم په بدل کې د ورته کړنې تمه لري.

د اسلامي امارت مرستيال وياند انعام الله سمنګاني ويلي، چې معيد يوسف له حنفي سره په ليدنه کې د دوه اړخيزو اړيکو، سوداګرۍ، ترانزيت او سيمه ييزو پروژو په اړه د اندونو تبادله وکړه.

په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر او د سوداګرۍ خونې استازیو هم ګډون درلود.

سمنګاني زیاته کړې؛ معید یوسف ویلي، چې پیاوړې اقتصادي اړیکې سیمې ته د سولې او ثبات د راوستلو لپاره مهمې دي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار څرګنده کړې؛ پاکستان له افغانستان سره د خپلو سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراخولو اهمیت مني او چمتو دی، چې خپلې سیمه ییزې پروژې روانې وساتي.

هغه ویلي، پاکستان د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او له افغانستان سره به په ټولو برخو کې همکارۍ روانه ساتي او په خصوصي سکتور کې یې له دواړو خواوو څخه د پلاويو پر ټاکلو ټینګار وکړ.

ملا حنفي په ډاګه کړې، پاکستان او افغانستان وروڼه، ګاونډي، اسلامي هېوادونه دي او افغانستان د پاکستان په ګډون د سيمې له ټولو هېوادونو سره پياوړې دوه اړخيزې اړيکې غواړي.

حنفي همداراز له افغان کډوالو سره د پاکستان د مرستو او کوربتوب له کبله مننه وکړه.

دغه راز ملا حنفي پاکستانيو سوداګرو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغه وایي، چې دوى غواړي د هېواد د سوداګرۍ او ټرانزيټ ډګرونه پياوړي کړي.

معید یوسف د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره هم یوه بېله لیدنه ترسره کړې ده.

د یادونې ده، چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ کابل ته راغلی دی.

Trending

Exit mobile version