تازه خبرونه
د افغانستان خصوصی بانکونو د پوروړیو د ملکیتونو پلورلو ته د ځانگړي محکمې غوښتنه وکړه
د خصو صي بانکو نو د ټولنې رییس احمد سیر قریشي وايي، چې:
ډېري افغان سوداگر له خصوصي بانکونو څخه پور اخلي” خو په ځینوو ختونو کې د پور په مقابل کې د خلکو ملکیتونه اخليستل کیږيِ هغه بیا په ټاکلي وخت نه شو پلورلی او د خپلو پیسود ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ کیږو.
ښاغلی احمد سیرقریشی زیاتوي:
مونږه د خپلو ورکړیو پورونو د ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ یو؛ خصوصي بانکونو ته باید د افغانستان بانک د پورونو د حصول لپاره دوه ځانگړې محکمي جوړې کړي.
د افغانستان بانک مرستیال خان افضل هډه وال وايي، چې د خصوصي بانکو ټولني دغه غوښتنه د اساسي قانو خلاف ده.
نوموړي وايي تر او سه پوري د افغانستان خصوصی بانکونو چاري په بهرنیو ظرفیتونو ولاړې دي او له دوي څخه د افغانستان بانک غو ښتنه دا ده، چې د بهرنیو ظرفیتونو په ځای باید له کورني ظرفیتونو څخه د استفادي هڅه وکړي .