سیمه ییز خبرونه
د افغانستان خلك په ټاكنو كې گډون ته هيله من دي- یانکوبیش
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
نن (د غبرگولي۲۲) له غرمې مخكې د حكومت د رسنيو په مركز كې د ملگرو ملتو ټولنې استازي يانكوبيش وويل:
د لومړي پړاو په ټاكنو كې امنيتي فضا او نورو مسايلو خلك د دوه يم پړاو په ټاكنو كې گډون ته هيله من كړي دي.
يانكوبيش ټينگار وكړ، چې په لومړي پړاو ټاكنو كې د ټاكنيزو كميسيونونو نيمگړتياوې بايد تكرار نشي.
نوموړي د ټاكنو كميسيون له ولايتي دفترونو وغوښتل، چې د د سيمه ييزو زورواكانو تر اغېز لاندې هم رانشي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان خلك د شنبې په ورځ(د غبرگولي۲۴) دواړو مخكښو نوماندانو ته رايې وركوي.