1393ټاكنې
د افغانستان خلك په ټاكنو نوى هېوادنى پړاو تجربه كوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
افغان ولسمشر د راى اچونې په يو مركز كې وويل، د افغانستان خلك په دغو ټاكنو عملاً د ودې او ثبات پر لوري گامونه پورته كوي.
وحيد نويسا د ولسمشرۍ له ارگه خبر وركوي، چې افغان ولسمشر حامد كرزي د ټاكنو د دوه يم پړاو د راى وركولو په لومړنيو گړيو كې له دواړو نوماندانو څخه يوه ته خپله رايه وكاروله.
د افغان ولسمشر په باور، روانې ټاكنې د روښان افغانستان هيلې راټوكوي.
هغه دغه ټاكنې د تلپاتي افغانستان لپاره يوه غوره تجربه وگڼله.
د افغانستان دفاع وزير بسم الله محمدي هم ، چې د راى اچونې لپاره ارگ ته راغلى و وويل:
ټاكنيزې برياوې د ټولو خلكو هيله ده.
د ټاكنو لومړي پړاو داكتر عبدالله عبدالله او داكتر اشرف غني احمدزي ته د دوه يم پړاو ټاكنو ور پرانست. دا هغه ټاكنې دي، چې يو به په كې د افغانستان ولسمشر كيږي.