تازه خبرونه

د افغانستان خلک باید د خپل برخلیک د ټاکلو حق ولري – عراقچي

د ایرنا خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ عراقچي روسیې ته د خپل وروستي سفر په لړ کې له یوه پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي امنیت په ګډون د اوبو، مخدره توکو او مهاجرت ستونزې ناحله پاتې دي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د روسیې په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال ويلي، چې په افغانستان کې خلک باید د خپل برخلیک او د حکومت د بڼې د ټاکلو حق ولري.

د ایرنا خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ عراقچي روسیې ته د خپل وروستي سفر په لړ کې له یوه پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي امنیت په ګډون د اوبو، مخدره توکو او مهاجرت ستونزې ناحله پاتې دي.

هغه زیاته کړې: “مونږ باید په افغانستان کې له شته حکومت سره خبرې وکړو، چې وکولی شو دا ننګونې اداره او د ایران او افغانستان د دواړو ملتونو ګټې ډاډمنې کړو. مونږ تر دې دمه په افغانستان کې شته حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی او باور لرو، چې په افغانستان کې ټول خلک باید د حکومت د بڼې او خپل برخلیک په ټاکلو کې حق ولري؛ خو مونږ به د افغانستان له حکومت سره خپلې خبرې اترې روانې ساتو.”

د یادونې ده، چې اسلامي امارت ویلي؛ افغانانو په افغانستان کې داسې حکومت جوړ کړی، چې ټول قومونه په کې ځان ویني.

Trending

Exit mobile version