سیمه ییز خبرونه
د افغانستان خلک باید له امنیتي ځواکونوسره مرسته وکړي
پوره اته ورځې مخکې افغان ځواکونو د ټول هېواد امنیتي چارې په غاړه واخیستې. د پوځ په ۱۱۱ مه فرقه کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د پوځ چارواکو ډاډ څرگند کړ، چې دوی د هېواد د ساتنې وړتیا لري.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد اویوب سالنگي وايي، چې ملي پوځونه هېواد او خلکو ته ژمن دي او خلک باید دوست او د ښمن وپېژني او له خپلو ځواکونو سره همکاري وکړي.
د ۱۱۱ مې فرقې قومندان جنرال قدم شاه شهیم وايي، چې ځینې استخباراتي کړۍ په افغانستان کې د گډوډيو هڅې کوي؛ خو ډاډ يې څرگند کړ، چې افغان ځواکونه به چا ته د حالاتو د گډوډيو موکه ورنکړي.
د ولسي جرگې غړی الله گل مجاهد وايي، چې ملي پوځونه په جهاد بوخت دي.
د ولسي جرگې غړی ملاتر خلیل محمدي وایي، ملي ځواکونه به له مړینې وروسته جنت ته ځي.
که څه هم افغان ځواکونه د هېواد د امنیت ساتنې ټټر وهي؛ خو دغه پوځونه اوس هم پرمختللې وسلې، تجهیزات او هوايي ځواک نلري.