تازه خبرونه

د افغانستان خلک د روانې جګړې قربانیان دی ـ عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۷, ۱۴۰۰)

د افغانستان د حکومت لوړپوړی پلاوی د طالبانو له استازیو سره د اوربند، د طالب بندیانو خلاصون او د انتقالي حکومت پر څرنګوالي خبرې پیل کړي دي.

د دواړو لوریو استازي د همدې برخلیک په اړه پرېکړې او جدي خبرو د پیل لپاره چمتووالی نیسي؛ د افغان حکومت مشري د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو هغه سیاسي مرستیال کوي.

عبدالله په یو ډول طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې د جګړې له لارې کوم ځای ته نه رسي او دوی باید د سولې خبرو ته غاړه کېدي.

هغه وایي؛ د جګړې زیان خلک ګالي. اوس د دواړو لوریو اووه کسیز پلاوي جدي خبرې پیل کړي دي، کومې خبرې، چې پر اوربند، د طالب بندیانو خلاصون او راتلوونکي انتقالي نظام را څرخي.

عبدالله عبدالله، چې په دې ناسته کې د حکومت د لوړپوړي پلاوي مشري لري؛ وایي، چې طالبان او حکومت د زور له لارې هیڅ تر لاسه کولی نشي او خلک به د دې جګړې بایلونکي او قربانیان وي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر له طالبانو غواړي، چې مستقیمو خبرو ته مخه کړي او د سولې په بهیر کې نرمښت وښیي.

بلخوا د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره طالبان خپلې موخې ته رسېدلي او د سولې په خبرو کې له خپلو ډېرو غوښتنو هم تېریږي. دواړو لوریو د سولې بهیر په اړه اووه کسیز پلاوی د سلا مشورو لپاره ټاکلی دی.

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند  فریدون خوځون وایي: خبرې د دواړو خواوو تر منځ پیل شوي؛ پر خپلمنځي خبرو ټینګار شوی او ښاغلي ډاکټر ویلي، چې راشئ له افغان حکومت او خلکو سره یوځای شئ.              

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمی خلیلزاد ویلي: مونږ د پرېکړو نیولو لپاره د لوړپوړیو مشرانو په ګډون ناستې تر سره کړې،  له ډېر نږدې له نورو هېوادونو لکه روسیې، چین، قطر، پاکستان او له خپلو متحدینو سره د دې بهیر د چټکتیا لپاره کار کوو.

طالبانو ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پیل یې لویه لاسته راوړنه ده، دا ډله افغان دولت ته هم ډېر شرطونه لري؛ خو په دې ناسته کې ملا غني یو شین څراغ ښکاره کړ او هغه دا، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل وروسته دوی له خپلو ډېرو غوښتنو تېر شوي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ ویلي: نننۍ ناسته په رسمي بڼه پیل شوه او پر ټاکلیو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.          

دواړه لوري کلونه کلونه په یوه او ګډه جغرافیه کې جنګېدلي؛ د تلپاتې سولې څرک نه لګیږي او سترګې د دوحې روانې ناستې ته ور اوښتي، چې د تړلو دروازو شاته روانه ده. تمه دا ده، چې د دولت پلاوی به د درې میاشتني اوربند خبر کابل ته له ځان سره راوړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین وایي: زمونږ تمه داده، چې ناسته پایلې ته ورسیږي او افغانستان د ټولګډونه اسلامي نظام لرونکی شي.

د یادونې ده، چې طالبانو له دې ناستې مخکې د درې میاشتني اوربند وړاندیز کړی و؛ خو شرط یې دا و، چې اووه زره بندیان به یې خوشې کیږي او د مشرانو نومونه به یې له تور نوملړه وځي، چې حکومت ته درانده شرطونه ښکاري. وبه کتل شي، چې له دوه ورځنیو خبرو وروسته  پایله څه راووځي.

Trending

Exit mobile version