تازه خبرونه
د افغانستان دفاع وزارت چارسمبالي د سیمې له استازو او سفیرانو سره وکتل
دفاع وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې تېره شپه په کابل کې د افغانستان د سیمهییز نوښت د لومړۍ غونډې له ترسره کېدو وروسته د افغانستان لپاره د هند، چین، ایران، پاکستان، ترکیې، قزاقستان، ازبکستان، اندونیزیا، قرغیزستان او ترکمنستان هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو د ملي دفاع وزارت د چارسمبالي محمد یعقوب “مجاهد” له لوري په جوړه شوې میلمستیا کې ګډون وکړ.
ویل کیږي، له دې ناستې وروسته د ملي دفاع وزارت چارسمبالي د چین، ایران او پاکستان له استازو سره جلا غونډه ترسره کړه او د هېواد د ثبات او د پولو د امنیت د تامین، ډاډ ورکړ شو.
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ویاند ویلي: اسلامي امارت په افغانستان کې د هېوادونو د پراختیايي پروژو د پیل او بشپړېدو لپاره د امنیت ډاډ او د همکارۍ چمتووالي څرګند کړ.
د افغانستان د سیمهییزو همکاریو نوښت غونډه پرون په کابل کې د سیمې او ګاونډ هېوادونو د ځانګړیو استازو په حضور کې تر سره او له اسلامي امارت سره د سیمې د هېوادونو د مثبتو تعاملاتو د نوي پړاو، د سیمهییزو همکاریو په برخه کې د همغږۍ، په سیمهییزه کچه د ګډې منطقې د رامنځته کولو او د ګډو همکاریو په اړه بحث او خبرې وشوې او ټینګار وشو، چې د سیمې له اقتصادي فرصتونو څخه ډېره ګټه پورته کړي.
