سیمه ییز خبرونه

د افغانستان دفاع وزارت ۱۶ الوتکې ویجاړې کړي او زړې وسپنې یې پلورلي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

واشنگتن تایمز ورځپاڼي په ډاگه کړي؛۱۶ هغه الوتکې، چې د متحدو ایالتونو دفاع وزارت د افغانستان د هوايي ځواک لپاره اخیستې وې، د افغانانو له لوري ویجاړې کړای شوي او زړې ټوټې یې په خورا کمه بیه پلورل شوي دي.

سیگار یا د امریکا د مرستو د څارنې سرپلټونکېادارې هم دا موضوع د یوې څېړنې په ترڅ کې تائید کړې او وایي، چې:

د افغانستان دفاع وزارت د دغو الوتکو هر کیلو اوسپنه په څه نا څه ۱۲ سنته پلورلې ده او تراوسه پوري یې ۱۶ الوتکې له منځه وړې دي.

په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې چارو د څارنې لپاره د ځانگړي سرپلټونکي په وینا:

دا الوتکې له دې کبله، چې ښي نه چلېدې او د ساتنې په برخه کې یې ستونزې وې؛د کابل په هوايي ډگر کې دا الوتکې د ۲۰۱۳م کال تر مارچه همداسي ولاړې وې، خو وروسته د افغانستان دفاع وزارت پرېکړه وکړه، چې هغه ویجاړې او زړې ټوټې یې وپلوري.

د ملي دفاع وزارت مرستیالویانددولت وزیري دا ادعاوې ردوي او وایي:

دا شپاړس (سي ۲۷) ډوله الوتکې دي او له امریکا سره د شوِ ټرون پر بڼسټ د شلالوتکو څخه شپارس یې اوس هم د کابل په هوایي ډگر کې شته او ویجاړې شوي نه دي.

د سیگار په راپور کې په دې ائه څه نه دي ویل شوي، چې امریکايي چارواکو ولي د افغانستان د ملي اردو لپاره داسي زړې او بېکاره الوتکې رانیولي وې.

Trending

Exit mobile version