سیمه ییز خبرونه

د افغانستان دفاع وزیر له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک ډاډ څرگند کړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

جنرال بسم الله محمدي د پنجشنبې په ورځ(د لړم۲) د جرمني په مرکز برلین کې خبریالانو ته وویل:

د مشورتي لويې جرگې زياتره غړي به له امريكا سره د امنيتي تړون ملاتړ وكړي.

ولسمشر حامد کرزي له دې مخکې ویلي ول، چې له امریکا سره د دې تړون پر ډېرو ټکيو موافقه شوې؛ خو بیا هم لویه جرگه به دا وڅېړي او بيا د دې تړون د لاسلیک کيدو صلاحیت له ملي شورا سره دی.

بسم الله محمدي، چې په بروکسل کې یې د ناتو د دفاع وزیرانو په غونډه کې برخه اخیستې وه؛ پرون جرمني ته ولاړ.

په بروکسل کې د افغانستان دفاع وزیر له ۲۰۱۴م کال وروسته د افغان ځواکونو د روزنې او هغوی ته د سلامشورې ورکولو په اړه د ناتو له دفاع وزیرانو سره خبرې کړي دي.

د کابل او واشنگتن تر منځ  د امنیتي او دفاعي همکاریو د سند په برخه کې زيات اختلافات، له هغې وروسته حل شول، چې د امريكا د بهرنيو چارو وزير كابل ته سفر وكړ او له افغان ولسمشر سره يې په ساعتونو اوږدې خبرې وكړي؛ خو د امريكايي سرتېرو د قضايي خونديتوب مسئله افغان ولسمشر حامد كرزي، مشورتي لويې جرگې ته پرېښې ده.

Trending

Exit mobile version