سیمه ییز خبرونه

د افغانستان دولتي پوهنتونونه به نورې فايبر له يو بل سره ونښلوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان دولتي پوهنتونونه به د نورې فايبر په جوړيدو له يو بل سره ونښلول شي.

د لوړو زده كړو وزير عبيد الله عبيد وايي، چې د نورې فايبر په جوړيدو به د هېواد ټول پوهنتونونه وكولى شي له يو بل سره خپل معلومات شريك كړي.

نوموړى همدا راز زياتوي، چې دا بهير به ډېر ژر نړيوال شي او د دغه پروگرام له بشپړيدو سره به د افغانستان پوهنتونونه د نړى د لوړو زده كړو له مركز سره ونښلول شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټيكنالوژۍ وزير اميرزى سنگين وايي، چې د هېواد په ډېرو ولايتونو كې د نوري فايبر چارې روانې دي او په پېنځه ويشت ولايتونو كې د ترې جې سيسټم هم فعاله شوى دى.

كه څه هم د افغانستان خلك له انترنيت او نورې فايبر څخه ډېره لږ گټه پورته كوي، خو بيا هم هڅه روانه ده، چې په ټول هېواد كې دغه تيكنالوژي فعاله شي.

Trending

Exit mobile version