پرمختګ او بشپړتیا
د افغانستان دوه سوه کلن پوځي تاریخ ولیکل شو- جلالي
د افغانستان دوه سوه کلن پوځي او جنګي تاریخ لیکلو ته علي احمد جلالي اوږه ورکړې او په انګریزې ژبه یې بشپړ کړی دي.
په ناتو سازمان کې د افغانستان استازی علي احمد جلالي وايي، چې د افغانستان دوه سوه کلن پوځي تاریخ یې لیکلي دي.
دغه تاریخ سمدلاسه په انګلیسي ژبه دوه ټوکه چاپ او خپورشوی دی.
د افغانستان جګړې، سیاسي او اقتصادي اغېزې یې او د زبرځواکونو ماته، هغه مسایل دي، چې په دې کتاب کې پرې تمرکز شوی دی.
په دغه تاریخ کې د انګلیس له اشغاله نیولې، د شوروې تر یرغله او د طالبانو سره په خوا کې د پاکستانيو ملیشو حضور او د امریکا په مشرۍ د لویدیځ برید په کې څيړل شوی دی.
په ناتو کې د افغانستان استازی علي احمد جلالي وايي، چې دا کتاب یې په دوه ټوکو کې په انګلیسي لیکلی دی.
په ناتو کې د افغانستان استازی علي احمد جلالي جلالي وايي، چې د افغانستان دوه سوه کلن پوځي تاریخ کې ښکاره شوې، چې نړیوالو او افغانانو څه تېروتنې کړي دي.
ده ویلي، چې د افغانستان ټولې لویې جګړې دغه هېواد ته په لوی اقتصادي او سیاسي زیان تمامې شوې دي.
جلالي وايي، چې کتاب یې د نړیوالو او افغان پوځيانو لپاره ښه لارښود کیدی شي، چې د دغه لارښود په رڼا کې خپلې پوځې تګلارې تنظیم کړي.