تازه خبرونه

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره: رسنۍ بايد د ټاکنو د ارزښت په اړه خلکو ته ګټور معلومات ورکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون د لېندۍ میاشتې په وروستیو کې د اصلاحاتو دویمه ټولګه د ملي یووالي حکومت ته سپاري. د دغه کمیسیون مرستیال وايي چې د اصلاحاتو په دویمه ټولګه کې د حقوق پوهانو او مدني بنسټونو وړاندیزونه شامل دي. د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ مسولین وايي چې په اصلاحاتو کې د ښځو او سیاسي ډلو ونډه مهمه ده.

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې(نی) د رسنیو له پاره په جوړه کړې غونډه کې وویل په کار ده چې رسنۍ او مدني ټولنې د ټاکنیزو اصلاحاتو په دویم پړاو وړاندیزونو کې خپل مهم رول ولوبوي. د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون مرستیال وايي چې د خپلو اصلاحي وړاندیزونو دویمه ټولګه چې د مدني ټولنو، د ټاکنو د څارونکو بنسټونو او حقوق پوهانو سره تر سلا مشورو وروسته بشپړېږي، د لېندۍ میاشتې تر پایه به یې حکومت ته وسپاري.

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون مرستیال صدیق الله توحیدي وايي:

« دويمه وړانديز شوې ټولګه چې ځينې به يې په ټاکنيزو موادو کې د بدلون لامل شي او زموږ ځينې نور وړانديزونه به د اساسي قانون تعديل ته انتظار وي، حکومت ته به وسپارل شي، دا وړانديز شوي مواد يوازې د ولسي جرګې د ټاکنو له پاره نه دي، بلکې د ټاکنيزو کميسيونونو له پاره هم ځينې قوانين، طرز العملونه، د دندو لايحې او کړنلارې هم په څنګ کې نيسي. همداراز د ۲۰۱۹ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو ارزونه او د ښارواليو ټاکنې هم په کې شاملې دي.»

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ مسولین وايي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په لړ کې د ښځو او سیاسي ډلو سلامشورو ته جدي اړتیا لیدل کېږي.

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي چې رسنۍ او مدني ټولنې د اصلاحاتو په څارنه کې مهم رول لوبوي او له رسنیو غواړي چې د ټاکنو د ارزښت په هکله خلکو ته ګټور معلومات وړاندې کړي.

 

 

Trending

Exit mobile version