تازه خبرونه
د افغانستان د امن او ثبات پهڅېر نړیواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري – سراج الدین حقاني
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې سره په لیدنه کې ویلي؛ اسلامي امارت ته د افغانستان د امن او ثبات پهڅېر نړیواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري او اسلامي امارت له ګاونډیانو سره د رښتيني چلند لپاره لازم ګامونه هم اوچت کړي دي.
هغه زياته کړې، چې نړیوال اړخونه هم باید د وسلهوالو جنایتکارانو د څانې لپاره د اسلامي امارت له هڅو ملاتړ وکړي.
سراج الدین حقاني ټينګار کړی، چې پخوانۍ ستونزې او نميګړتياوې بايد په اسلامي امارت پورې و نه تړل شي او دغه راز د ګاونډ هېوادونو کورني مسايل بايد په بهر کې میشتو افغان کډوالو ته د ستونزو رامنځته کېدو لامل نهشي.
د کورنيو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدين حقاني زیاته کړې: افغان حکومت بېرته راستنېدونکیو کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې لازمې آسانتياوې رامنځته کړي او د چارو منظم ترسراوي لپاره يې د بېلابېلو ادارو له کارکوونکیو څخه جوړو شویو کميتو ته دنده سپارلې، چې د يادو کډوالو لاسنيوي او خپلو مېنو ته د لېږد په برخه کې د پام وړ مرسته ترسره کړې او دا بهیر بريالی روان دی.
د کورنیو چارو وزارت د ایکس پاڼې د څرګندولو له مخې؛ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې یا د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د دې وزارت له چارسمبالي سراج الدین حقاني سره د لیدنې پر مهال د دې وزارت خوندي امنيت او له مخدره توکو سره مبارزه وستایله او وایي؛ پهدې تړاو يې د بېلا بېلو هېوادنو له استازیو سره کتلي او ټول پهدې باور دي، چې له مخدره توکو سره د مبارزې، پر مخدره توکو د روږدو کسانو د درملنې او حرفوي زدهکړو سربېره کروندګرو ته د بدیل معیشت په برخه کې هم لازمې آسانتياوې رامنځته شي.
میرمن اوتونبایوا ویلي: له ګاونډ هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري راستنېدا ياد کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
هغې د راستنېدونکیو کډوالو د مديريت په برخه کې د اسلامي امارت له هڅو هرکلی وکړ او وایي، چې اسلامي امارت و کولی شول، چې په دغه بهیر کې له نړیوالې ټولنې سره هم ښه تعامل ثابت کړي.
ویل کیږي، چې د دې ليدنې پر مهال سراج الدین حقاني د نړيوالې ټولنې د عمومي منشي له ځانګړې استازې څخه په هېواد کې له مخدره توکو سره د مبارزې، راستنېدونکیو افغان کډوالو سره د همکارۍ او په مخدره توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د نړيوالې ټولنې له همکارۍ مننه وکړه.