تازه خبرونه
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژه سږ کال پیلیږي
Last Updated on: غویی ۱۳, ۱۴۰۲
د ریاست الوزرا د اقتصادي کمیسيون لخوا د دوشنبې پر ورځ ( د غویی یوولسمه) د مزارشريف، هرات او کندهار د اورګاډي پټلۍ پروژه، چې افغانستان له ختيځې آسيا، ايران، ترکيې او يو شمېر اروپايي هېوادونو سره نښلوي، تائيد شوه.
د وزیرانو شورا اقتصادي مرستیال وايي؛ د اقتصادي او تخنیکي مطالعاتو او ترانزیتي ارزښت، د لېږد اټکل شوی ارزښت او د ترلاسه شویو عوایدو په پام کې نیولو سره به سږکال د مزار شریف، هرات او کندهار د اوسپنې پټلۍ د پروژې لومړی پړاو پیل شي.
د اقتصادي کمیسیون د اټکل له مخې، دغه ۱۴۶۸ کیلومتره پټلۍ به له ۹ ولایتونو، ۳۷ ولسوالیو او ۸۰۰ کلیو تېرېږي او افغانستان به له ختیځې آسیا، ایران، ترکیې او څو اروپايي هېوادونو سره ونښلوي.
