تازه خبرونه

د افغانستان د بانکي شتمنۍ د وېش په اړه د بایدن پرېکړې نیوکې راوپارولې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۴, ۱۴۰۰)

د سپټمبر د یوولسمې په برید کې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان غرامت ورکولو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پرېکړې په ټول هېواد کې د افغانانو نیوکې راپارولي دي.

د هېواد د بېلابېلو ولايتونو اوسیدونکي د بایډن پرېکړه غيرعادلانه بولي او اندېښنه څرګندوي، چې که دغه فرمان عملي شي؛ د هېواد اوسېدونکي به له زياتو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د افغانستان وګړي د امریکا د ولسمشر د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې څرګندوي؛ د افغانستان بانک کنګل شوې پیسې د افغانستان د خلکو دي او باید بېرته وروسبارل شي.

کابل ښاریان ټینګار کوي، چې دا پیسې د افغانستان د خلکو دي او دا پیسې باید خوندي وي، چې افغانان ترې د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د ملي ډاډ په توګه په خپلو ملي معاملو کې ګټه پورته کړي او که نه دا پرېکړه عملي شي؛ نو له اقتصادي اړخه به د ملت هر اړخیزې ستونزې نورې هم شي.

د ننګرهار اوسدونکی عبدالرحمن وایي؛ دوی حق نلري، چې د افغانستان دخلکو پیسې ورنکړي. له نړیوالې ټولنې زمونږ غوښتنه دا ده، چې پر امریکا فشار راوړي، چې ټولې پیسې پخپله افغانانو ته ورکړي.

 د ننګرهار ولاایت اوسیدونکي امان الله ویلي: دا د افغانانو پیسې دي، باید پخپله افغانانو ته ورکړ شي.

یو بل ننګرهاری په دې اړه وایي: زه د افغانستان له خلکو غوښتنه کوم، چې لاريونونه وکړي او پر ټولو ملتونو غږ کوم، چې د امريکا د دغه ظلم پر وړاندې ودرېږي.

په افغانستان کې د امریکا په شل کلنه جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې نږدې سل زره کسان وژل شوي او ټپیان دي.

د هرات اوسیدونکی عبدالواحد څرګندوي: مونږ دا نه منو، چې د افغانستان او د افغان سوداګرو له پیسو څخه دې غرامت واخیستل شي.

د هرات اوسیدونکې زینت میرزايي ویلي: هغه ۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر، چې د سپټمبر د پېښې زیانمنو خلکو ته ورکول کیږي؛ هغه د افغانستان د ټولو خلکو دي، چې باید افغانستان ته راواستول شي او مونږ له جو بایډن څخه غوښتنه کوو، چې دا پیسې پخپله د افغانستان خلکو ته ورکړي.

دغه راز د هېواد یو شمېر نور وګړي پدې باور دي، چې امریکا د افغانستان د شتمنیو د ضبطولو په لټه کې ده او غواړي، چې نور هم په فقر، لوږې او بدبختۍ کې ښکېل پاتې شي.

د بلخ پوهنتون استاد عبدالکبیر عزیزي وایي: زما په اند دا منطقي پرېکړه نه ده. دا یوه غیر منطقي پرېکړه ده. مونږ پر اوسني افغان حکومت غږ کوو، چې دا مسله د نړۍ د قضايي او عدلي ادارو له لارې د ټینګار وړ وګڼي او پاتې پیسې بېرته افغانستان ته راستنې کړي.

د تېر حکومت له رانسکورېدو راپدیخوا د افغانستان شاوخوا ۹ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر بهرنۍ شتمني په امریکا او د اروپا په هېوادونو کې کنګل شوې ده.

اوس د امریکا ولسمشر جو بایډن پرېکړه کړې، چې ۳ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر د افغانستان خلکو ته په بشري مرستو کې حساب او په دې هېواد کې پاتې درې نیم میلیارډ د سپټمبر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه وسپاري.

د یادونې ده، چې د جوبایډن د دې فرمان په اړه به د امریکا عدلي او قضایي بنسټونه پرېکړه کوي.

Trending

Exit mobile version