تازه خبرونه

د افغانستان د بحران د حل لپاره به نړیواله تاریخي ناسته راوغوښتل شي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲, ۱۳۹۹)

د اسلامي نړۍ د اړیکو مشر محمد بن عبدالکریم عیسی د پنجشنبې پر ورځ( د سلواغې ۲) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سره په لیدنه کې نوموړي ته ډاډ څرګند کړ، چې د افغانستان روان کړکېچ  ته د حل لارې د موندلو لپاره به د اسلامي نړۍ نومیالي دیني عالمان او شخصیتونه راټول او یو تاریخي کنفرانس جوړ شي.

سعودي عربستان ته په درې ورځني رسمي سفر کې اتمر او شیخ ال عیسی په افغانستان کې د وینو تویېدو او تلپاتې سولې او همدارنګه د افراطیت او تروریزم پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو بحث او خبرې کړې دي.

د بهرنیو چاروزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو د افغانستان پر روان حالت په ځانګړي توګه په افغانستان کې د وینې توئیدنې د درېدو، د سولې ټینګښت، له ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره د مبارزې او د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د رول په اړه هر اړخیزبحث او خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې کرکې ، جنګ او وحشت ته په نغوته کې څرګنده کړې؛ نه یوازې دوی له اسلامي عقیدې او لارښوونو سره تضاد لري، بلکې له هیڅ مذهب او دین سره جوړ ندي.

هغه دا هم ویلي، چې د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو افراطیان د ځانګړیو اهدافو د تر سره کولو لپاره افغانستان د مسلمانانو د جګړې پر ډګر( دارالحرب) بدل کړی.

حنیف اتمر زیاته کړې؛ له اوسنۍ روانې ناروا جګړې څخه د افغانستان ژغورل په حقیقت کې له تاوتریخوالي، نړیوال تروریزم او د مخ پر وده بنسټپالنې څخه د اسلامي نړۍ او انساني ټولنې ژغورل دي.

هغه په ډاګه کړې: د سولې بهیر له لارې مونږ غواړو، چې طالبان په سیمه کې له نورو بهرنیو افراطي ډلو رابېل شي او په خپل هېواد کې سوله ییز او سیاسي ژوند ته راستانه شي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې اتمر د اسلامي نړۍ د همکارۍ غوښتنه وکړه.

شیخ عیسی ډاډ څرګند کړی، چې جرم او تروریزم په اسلام کې هیڅ ځای نلري او جنایي او تروریستي اعمال باید اسلام ته منسوب نشي.

هغه زیاته کړې: دا زمونږ مسوولیت دی، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې په خوندي کولو کې مرسته او همکاري وکړو.

شیخ عیسی ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د اسلامي نړۍ نفوذ لرونکي عالمان، مفکرین، پوهان او مفتیان سره راټول او د افغانستان کړکېچ ته بنسټیزه حللاره ومومي.

د اسلامي نړۍ د اړیکو مشر څرګنده کړې، چې د کنفرانس پایله باید تاریخي او پرېکنده وي. د کنفرانس د پرېکړو او پایلو د څارنې او پلي کولو لپاره به ځانګړی میکانیزم په نظر کې ونیول شي او د دې لپاره، چې کنفرانس ټولګډونه او ډاډمن شي؛ طالبانو ته به هم بلنه ورکړو، چې په دې ستر تاریخي او دیني کنفرانس کې ګډون وکړي.

Trending

Exit mobile version