سیمه ییز خبرونه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون خپل پخوانى موقف له لاسه ورکړی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون له لومړۍ درجې څخه دويمې ته راښكته كړى دى. د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون مسئولين وايي، كه له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك نه شي، په افغانستان كې به د بشري حقونو حالت لا پسې خراب شي.

په داسې حال كې، چې له افغانستان څخه د نړيوالو سرتېرو د وتلو نېټه په رانږدې كېدو ده، د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون د خپلو فعاليتونو د دوام لپاره پر بهرنيو مرستو تكيه كوي.

دا چې له امريكا سره د افغانستان امنيتي تړون يوې لانجمنې مرحلې ته ننوتى دى، د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون مسئولين په اندېښنه كې دي، چې ښايي له دغه كميسيون سره بهرنى مرستې هم كمې شي او د كميسيون فعاليت او لاسته راوړنې به له خطر سره مخامخ شي.

د راپورونو له مخې افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو مركز بلل كېږي، چې په دې برخه كې زياتره ښځې او ماشومان له بشري حقونو بې برخې شوي دي.

د بشري حقونو د خونديتوب په برخه كې په افغانستان كې د څو موازې بنسټونو د فعاليت سره سره، ستونزې مخ پر زياتېدو دي او د اړوندو بنسټونو د ناكارۍ له كبله د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون هم په ملګرو ملتونو كې خپل پخوانى موقف بايللى دى.

د بشري حقونو د خپلواك كميسيون مسئولين وايي، چې په تېرو دوولسو كلونو كې د بشري حقونو د خونديتوب لپاره د جدي هڅو سر بېره لاهم په ځينو ولايتونو كې د بشري حقونو سرغړونې روانې دي.

كميسيون وايي، چې د كمزورې سياسي ارادې او قانون د كمزوري حاكميت له كبله د ا نتقالي عدالت بهير په ټپه درېدلى دى.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواك كميسيون د مسئولينو په وېنا په اداري فساد كې د لوړ پوړو چارواكو، پوليسو او قضايي بنسټونو لاس، له ښځو سره تاوتريخوالى، د زندانيانو شكنجه هغه مسايل دي، چې د بشري حقونو وضعيت يې د اندېښنې وړ ګرځولى دى.

Trending

Exit mobile version