انځوريز خبرونه
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د مشرانو جرګې استجوابيه غونډې ته حاضر نه شو
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په بهر كې د افغان كډوالو او هېواد ته د عرب ښكاريانو د غېر قانوني راتګ په اړه د مشرانو جرګې استجوابيه غونډې ته حاضر نه شو. مشرانو جرګې د بهر نيو چارو د وزير ضراراحمد عثماني دا كار د اساسي قانون خلاف او د مشرانو جرګې پرېكړې ته سپكاوى وباله.
افغانستان ته د عرب ښكاريانو غېر قانوني راتګ د دې لامل شو، چې مشرانو جرګه د بهرنيو چارو وزير عمومي غونډې ته وروبولي.
محمد علم ايزديار د مشرانو جرګې مرستيال وايي:
عرب ښكاريان په افغانستان كې په غېر قانوني توګه ژوي او مرغان ښكاركوي.
نوموړی دغه راز وايي، چې په بهر كې افغان كډوال هم له ستونزو سره مخامخ دي، خو د بهر نيو چارو وزير مشرانو جرګې ته له راتګ څخه ډډه وكړه او د يو مكتوب په لېږلو سره یې ويلي، چي هغه د استانبول د كنفرانس په اړه په چمتوالى بوخت دى. دې كار د مشرانو جرګې د غړو تند غبرګون را وپاراوه.
د مشرانو جرګې يو شمېر نور غړي بشير احمد صميم او نجيبه حسني وايي، دې ستونزو ته په پام د بهرنيو چارو وزير په خپل مديريت كې د كمزورتيا له امله له مسئوليتونو تېښته كوي.
د مشرانو جرګې د غړو په وېنا همدا اوس ۱۶۰ عرب ښكاريان د هرات او فراه په دښتو كې د ژويو او مرغانو په ښكار بوخت دي.
تر دې وړاندې هم د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي كېدای شي د ځينو كسانو د ويزو په اجرا كې اداري تېروتنه شوې وي او د دوی په اړه يي څېړنې پېل كړې دي.