تازه خبرونه
د افغانستان د بهرني سیاست بدلون یوه اړتیا ده- رنګین دادفر سپنتا
نن په کابل کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتوت لخوا د بهرني سیاست په اړه یوه ناسته جوړه شوه.
د بهرني سیاست په اړه ملي بحث، د دې غونډې سرلیک دی، چې په کې د پخواني حکومت لوپوړي غړي او اوسني چاوراکي د افغانستان پر بهرني سیاست خبرې کوي.
د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار د هېواد په بهرني سیاست کې بدلون یوه جدي اړتیا بولي؛ هغه هم د کثیرالمحور سیاست له لارې.
د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین داد فرسپنتا وایي؛ افغانستان د سترو ځواکونو د سیالیو پر ډګر اوښتی او اړتیا ده، چې د هېواد بهرنی سیاست بدل شي.
د نوموړي په وینا؛ په آسیا او منځنښي ختیځ کې د امریکا کمزوري شتون سیالیو ته زمینه برابره کړې ده. ایران او عربستان به له نورو ډېر په سیمه کې د ځواکمنو هېوادونو په توګه د سیالۍ ډګر ته راودانګي.
دغه سیالۍ نه یوازې په یمن، سوریې او عراق کې ښکاره روانې دي، بلکې افغانستان یې هم تر ګواښ لاندې راغلی دی. په دغه اخ و ډب کې مونږ باید سیاسي واقعیت له لاسه ورنه کړو.
د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح د بهرني سیاست پر ژبه نیوکه کوي او ټینګار کوي، چې د دیپلوماتانو په ټاکلو کې باید ډېر دقت وشي.
د نوموړي په وینا؛ هغه څه، چې ډېر اړین دي؛ هغه د بهرني سیاست د ژبې څارنه ده. هلته ، چې باید پر لوړ غږ خبرې ونشي؛ لوړ غږ پورته کیږي او چېرته، چې باید لوړ غږ پورته کړو، چپتیا غوره ګڼو. اړینه ده، چې د دیپلوماتانو ژبه باید وڅارل شي.
د ملي امنیت شورا د بهرنیو اړیکو رییس تمیم عاصي وایي، افغانستان د خپل بهرني سیاست لپاره ځواکومن بنسټونه نه دي جوړکړي؛ همدا لامل دی، چې ښه بهرنی سیاست مو نه دی لرلی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندیشه بیا وایي، چې د بهرني سیاست د ترسیم لپاره ملي هوکړې ته اړتیا ده.
نوموړی افغانستان ته بې طرفه سیاست ښه او مطلوب بولي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیوت دغه غونډه د لومړي ځل لپاره په داسې حال کې تر سره کړه، چې بهرنۍ پالیسي د ملي شورا د غړیو او سیاستوالو تر نیوکو لاندې ده او وایي، چې د افغانستان په بهرني سیاست کې د دوست او دښمن تعریف نه دی شوی.
خبریال: نوید بهار