تازه خبرونه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی ترکیې ته روان شو
(Last Updated On: کب ۱۸, ۱۴۰۰)
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاویش اوغلو پر رسمي بلنه هغه هېواد ته روان شو.
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخې ټویټ کړی، چې نوموړی به د انټالیا په ډیپلوماټیک فورم کې د افغانستان په اړه ګډونوالو ته د وینا تر څنګ په یوه بحث کې ګډون وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مولوي متقي به د ترکیې او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له لوړ پوړیو پلاویو سره د افغانستان په اړه هم خبرې اترې ولري.
د انټالیا فورم د مارچ له ۱۱ تر ۱۳ پوري د (ډیپلوماسۍ بیا تعریفول) تر سرلیک لاندي جوړیږي.
د یاد فورم پرانیستونکې وینا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان کوي او وروسته به د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او لوړپوړي چارواکي د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په یوه بحث کې ګډون وکړي.