تازه خبرونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی اندونیزیا ته تلی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وایي، چې د انساني قاچاق او ناقانونه کډوالې د مخنیوي په کنفرانس کې د ګډون له پاره یو افغان پلاوی له مشخصو طرحو سره اندونیزیا ته تللی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله آزاد وایي، چې دغه پلاوی به په اندونیزیا کې د انساني قاچاق په اړه جوړیدونکي کنفرانس کې خپلې غوښتنې مطرح کړي.

ښاغلي آزاد زیاته کړې؛ افغانستان خپله د انساني قاچاق او ناقانونه کډوالۍ څخه د یو زیانمن هېواد په توګه غواړي، چې په دې اړه د نړیوالو همکاري راخپله کړي.

دا بهیر په ۲۰۰۲ کال د اندونیزیا او استرالیا په نوښت پیل شوی او افغانستان یې په ۲۰۰۳ کال کې غړیتوب تر لاسه کړی دی.

د دغه بهیر موخه داده، چې د انساني قاچاق او ناقانونه مهاجرتونو مخه ونیول شي.

ټاکل شوې ، چې دغه کنفرانس سبا په اندونیزیا کې پیل شي.

 

Trending

Exit mobile version