سوداگري

د افغانستان د تولیداتو لویه ټولګه اروپا ته واستول شوه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۵, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د شنبې پر ورځ د افغانستان د صادراتو تر ټولو لویه ټولګه اروپا ته واستول شوه.

د منځنۍ آسیا هېوادونو له لارې اروپایي هېوادونو ته د افغانستان تر ټولو لویې صادراتي  ټولګې اورپايي  مارکیتټونو ته حرکت وکړ.

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت مسوولینو ويلي؛ په نړیوالو مارکیتونو کې د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته اړتیا زیاته شوې او هڅه کوي، چې خصوصي سکتور نور هم د صادراتو پراختیا ته وهڅوي.

دا هغه لویه سوداګریزه ټولګه ده، چې له افغانستان څخه به د منځنۍ آسیا هېوادونو له لارې په یوه میاشت کې اروپايي مارکیتونو، آلمان، آسترلیا او  کانادا ته ورسیږي.

دا سوداګریز توکې، چې ۱۲۰ ټنوته يي وزن رسیږي نږدې ۷ ټنه  په کې زعفران او نور د هېواد بېلابېلې وچې موې او کرنیز محصولات شته، چې مالي ارزښت يي دوه میلیون امریکايي دالرو ته رسیږي.

 د خصوصي سکتور غړيو ويلي؛ په هېواد کې د پخوا پر پرتله سوداګرۍ  ته آسا نتیاوي زیاتې شوي، نو له همدې کبله ورځ تربلي صادرات د پراختیا په حال کې دي.

د خصوصي سکتور غړيو هو څرګنده کړې، چې تر دې  دمه يي  نږدې یو نیم ميلیارد دالر صادرات کړي او د روان کال تر پایه  به دا کچه  تر دوه میلیارد دالرو ورسیږي.

دوی د صنعت او سوداګرۍ له وزارته غوښتنه کوي، چې له ګاونډ هېوادونو سره د هېواد د ترازنیتي  ستونزو د اوارۍ لپاره هڅي پراخی کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې غړي خان جان الکوزيویلي؛ مونږ کولی شو د خپل هېواد صادرات نور هم  پراخ کړو. له صنعت او سوداګرۍ  وزارته غوښتنه کوو، چې له ځینو ګاونډ هېوادونو سره زمونږ د ترانزیت ستونزه اواره کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي؛ هڅه کوي د سوداګرو ټولې هغه ستونزې، چې د دوی په وس کې دي ورته حل کړي.

دوی زیاته وي، چې اسلامي امارت د خپل هېواد ټولو اقتصادي  فعالیت کوونکیو څخه که هغه په سوداګرۍ او یا د صنعت په برخو کې بوخت وي؛  دوی  ترې خپل ملاتړ کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت الله جمال وایي: مونږ تل له خپل خصوصي سکتور څخه ملاتړ کړی او ژمنه کوم، چې مونږ به نور هم له خصوصي سکتوره ملاتړ پراخ کړو، چې هېواد مو ورسره اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسیږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم له اسلامي امارته غواړي، چې د خصوصي سکتور ملاتړ ته نوره هم  پراختیا ورکړي، چې په هېواد کې د روان اقتصادي بحران د مدیریت لپاره لار اواره شي.

Trending

Exit mobile version