تازه خبرونه

د افغانستان د ثبات له پاره د افغانانو همغږۍ ته اړتیا ده- ولسمشرغني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي پوځ له اکادمۍ څخه د ځوانو افسرانو د اتمې دورې د فراغت مراسمو په پرانستونکې ناسته کې ولسمشر اشرف غني د ثبات له پاره پر همغږۍ ټینګار وکړ او له ځوانانو یې وغوښتل، چې له امنیتي ځواکونو سره دې نه یوازې دا، چې همغږي شي، بلکې خپل ملاتړ دې هم ترې په ډاګه کړي.

په دغو مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني له اکادمۍ څخه فارغو افسرانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او ویې ویل، چې نن له دې اکادمې څخه ۴۹ اتل ځوانان د خلکو او ټولنې خدمت ته وړاندې شول.

ولسمشر افغان ځواکونو ته په خطاب کې پر همغږۍ ټینګار وکړ او وایي، چې زموږ د ځواکونو په زړه کې د بریالیتوب وینه خوټیږي. چا ، چې پر تاسو پانګونه کړې کور یې ودان او څوک، چې تاسې وژني پخپله به وژل کیږي.

دغه راز ولسمشر ځوانان هېواد پالنې ته وهڅول او دا ټینګار یې ور وړاندې کړ، چې هېوادپالنه تش د خولې خبرې نه دي، وطنپالنه د عملي هڅو زېږنده ده.

اشرف غني له هغو کورنیو هم مننه وکړه، چې اولادونه یې د ملي ځواکونو په لیکو کې خدمت ته هڅولي دي.

هغه وایي، د افغانستان ټول وګړي له خپلو حقونو برخمن دي او کولای شي ځانته ځای او مقام پخپل نیت غوره کړي؛ خو د ملي اردو د افسرانو او سرتېرو پر نیتونو باید هیڅوک شک ونه لري.

د ملي ځواکونو وینه تویول د هیریدلو نه دي، اړینه ده، چې کورنۍ یې له امیازاتو برخمنې شي.

نوموړي د افغان ځواکونو ارادې ته په نغوته کې په ډاګه کړه؛ موږ خپله اراده لرو، چې شک پرې کول سم کار نه دی.

هغه وایي، افغان ځواکونه هره شپه له لس ډېرځانګړي عملیات تر سره کوي او غواړي، چې هېوادوال یې په ډاډمنه فضا کې د خپلو اولادونو تر څنګ خوندي او هوسا ژوند ولري. زه ویاړم، چې د خپل اتل اردو استازیتوب کوم.

دغه راز ولسمشر د ملي ځواکونو پر جوړښت هم ټینګار وکړ او دا یې په ډاګه کړه، چې موږ مسلکي، ملي او پر اسلامي ارزښتونو متکي اردو لرو.

د نوموړي په وینا؛ په ملي اردو کې د ملي ګټو له خوندیتوب پرته هیڅ راز سیاست، ځانګړی تړاو او خپلسریتوب ځای نه لري.

هغه د ملي اردو د تمویل، تجهیز او روزنې ډاډ هم څرګند کړ او وایي، چې تېر کال نړیوال تعهد نهه میاشتې و؛ خو اوس پېنځه کلن پلان تر لاس لاندې دی.

ولسمشر دغه راز سرتېرو او افسرانو ته له فرصتونو د ګټې اخیستنې ټینګار وړاندې کړ او په ډاګه یې کړه، چې عزت په خدمت کې دی؛ دا تاسو پورې اړه لري، چې څنګه له بریدمنۍ جنرالۍ ته ځانونه ورسوئ.

همدا راز ولسمشر په طالبانو یو ځل بیا غږ وکړ؛ که، افغانان یاست ځانونه له تروریستي کړیو راوباسئ او په رښتینې توګه د ملت غېږې ته راشئ، ځکه سوله الهي حکم دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ د سولې له پاره یو ځل بیا د پګواش د ناستې شرطونه تکرار کړل.

Trending

Exit mobile version