تازه خبرونه

د افغانستان د جګړې یو امریکایي جنرال بېرته هېواد ته ستون شو

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۴, ۱۴۰۰)

رویټرز خبري سرچینې څرګنده کړې، چې د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین او د لوی درستیزانو مشر جنرال مارک میلي د چارشنبې پر ورځ د انډروز په ګډه اډه کې د امریکايي ځواکونو جنرال سکاټ میلر ته ښه راغلاست ووایه او هېواد ته یې د نوموړي راستنېدنه د امریکا د ترټولو اوږدې جګړې پای ونوماوه.

د امریکا څلور ستوریز جنرال سکاټ میلر، چې د افغانستان – کابل په یوه پوځي اډه کې یې د ناټو او امریکایي ځواکونو د قومندان په توګه دنده تر سره کړې؛ د دوشنبې پر ورځ جنرال مکننزي ته د واک له سپارلو وروسته له پوځي اډې، چې دوه لسیزې ترې د جګړې مشري شوې، ووت.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د روان کال د سپټمبر پر ۱۱ نېټه له افغانستان څخه د ټولو سرتېرو د ایستلو ډاډ څرګند کړی دی.

Trending

Exit mobile version